1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

د سویس یوه اداره: حشرې وخورئ او صحتمند شئ

۱۳۹۶ مرداد ۲۴, سه‌شنبه

د سويس یوې لویې کاروباري ادارې د حشرو برګر او کوفتو وړاندې کولو اعلان کړی دی. د نوموړي ادارې په حواله د خوراک دغه نوې لړۍ به د انسان روغتیا ته ګټه ورسوي.

https://p.dw.com/p/2iGYL
Japan | Insektengericht insect tsukemen
انځور: Reuters/Kim Kyung-Hoon

د حشرو او جنجیانو برګر او کوفتې وړاندې کونکې اداره «کُوپ» نومیږي. کوپ د سويس په سوپر مارکیټونو کې د ژوند د اړتیا وړ توکو د برابرولو دویم لوی شرکت یا په اصطلاح چين بلل کیږي.

کوپ اعلان کړی دی چې د روانې میلادي میاشتې په پای کې به پر حشرو سنګار شوی برګر د عام خلکو د خولې خوند او ذایقې برابرولو له پاره بازار ته وړاندې شي.

د خوراکي توکو د حفاظت کارپوهانو له حشرو څخه جوړ برګر یوه نوې اختراع بللی او ویلي يې دي چې ملاتړ یې کوي. د دوی په خبره د خوراک د ممکنه بحران په غبرګون کې له حشرو څخه جوړ شوي خواړه به د انساني ژوند له پاره ګټور او پایداره وي.

په دې برګر او کوفتې کې چې کوم ډول حشرې اچول کیږي ډیر پروټین لري. د «ایسنټو» له خوا جوړ د حشراتو دغه برګر او کوفتې به د سويس هیواد په ټولو لویو او وړو ښارونو کې د کُوپ په پلورنځایونو کې موجود وي. په دې ښارونو کې جنیوا، بلازمېنه بیرن او زیورخ هم شامل دي.  

د ملګرو ملتونو د خوراک نړیوالې ادارې (FAO) هم د ۲۰۱۳ کال په رپوټ کې واضحه کړې وه چې د مخ پر ډیریدونکې ولږې د کنترولولو له پاره انسان باید د متبادلو لارو چارو پیدا کولو کوښښ وکړي. په دغه رپوټ کې له حشرو څخه جوړ شوي خواړه د ځمکې چاپیریال ته لږ زیان رسونکې بلل شوي دي.