د سوډان په جنوب کښي دمرګ ومير درجه ډيره لوړه ده
۱۳۸۸ شهریور ۱۳, جمعهيوازي هغه وخت چي د روغتون پرستاره د دغه ماشوم په راسته لاس کي د پيچکاري ستن چوخوي، سړی احساس کولای شي چي هغه لا تر اوسه ژوندی دی . تر دې مخکي دغه لس مياشتنی کوچنی د سوډان په لويديځ د «واو» نومي ښار د روغتون په عاجله کوټه کي بي حرکته پروت ؤ. د هغه لاس او پښې دومره نرۍ دي لکه يوه وچه لښته . خو نس يې پړسيدلی دی ،چي سړی بايد په ډير احتياط سره هغه ته لاس ور وړي . څلورو پرستارانو هغه کلک نيولی دی، او لاس يې لمسوي که چيري کوم رګ يي پيدا کړي، چي ګونځي شوی نه وي .
د نوموړي کلينيک پرستاره، ګريسي چي وايي : « ماشوم د ژوند له خطر سره مخامخ دی . مونږ هڅه کوو چي د کوچني په بدن کي يو رګ پيدا کړو، که چيري يو څاڅکي دوا هم ورتيره شي نو دغه ماشوم له مرګ څخه بچ کيږي . که نسي نو هغه مړ کيږي .»
د کوچني مور دوې ورځي پر لاري وه چي هغه يې دغه کلينيک ته راورساوه. هغې تر دغه کلينيک پوري کله په پښو ، کله هم په بار وړونکي لارۍ او يا کله هم په ټکسي کي مزل کړی دی .
اسهال او تودې هوا د ماشوم بدن وچ کړی دی . هغه سخت اوبو ته ضرورت لري . خو د کلينيک پرستاران د هغه په وجود کي رګ موندلي نسي چي يو څاڅکي اوبه ور پيچکاري کړي . د ماشوم مور پر ځمکه ناسته ده ، رڼي رڼي ګوري او ديوال ته يې تکيه کړې، نه پوهيږي چي څه وکړي . درد او رنځ ددې په څيره کي له ورايه ښکاري .
«د کلينيک بيړني کوټه يو خيمه ده چي درول شوېده . د خيمي شا او خوا ته په سلو ګونو ښځي ناستي دي او د ډيرو په غيږ کي ماشومان دي چي شيدي ورکوي . دوی هم څو ورځي په پښو او موټرونو کي مزل کړی چي ځان دغه صحرايي کلينک ته ورسوي . ځکه په سوډان کي پريو سل زرو خلکو يوازي يو ډاکتر موجود دی . فقط درې دولتي روغتونونه وجود لري .
که څه هم دولت هڅه کوي چي هر چيري روغتيايي مرکزونه جوړ کړي، خو په ډيرو کي ډاکتران خوڅه کوې چي دوا او درمل هم نه پيدا کيږي . دا يوازي کليسياوي او مرستندويه سازمانونه دي چي لومړني روغتيايي خدمات تأمينوي . خو له دغو خدماتو څخه هم ډير سوډانيان برخه من نه دي . همدا وجه ده چي ډير خلک حتی په ډيرو عادي ناروغيو چي د درملني وړ دي، لکه، ملاريا، اسهال يا نری رنځ، مړه کيږي .
بل دليل غربت او بي وزلي د ه. پرستاره ګريسي چي د صحرايي کلينيک مشري هم پر غاړه لري،او وايي:
« د خلکو ډيری يې په سخت غربت کي ژوند کوي . هغوی د څښاک پاکي اوبه نه لري، د قضای حاجت لپاره تشنابونه نه لري . د ورځي يو واري ډودۍ خوري . کله چي ناروغ سي، په سختۍ سره کلينک ته لاس رسی پيدا کوي . همدا علت دی چي ډيری مري .»
څوک چي تر کلينک پوري ورسيږي هغه بختور دی . په يو تنګه اطاق کي « لوپو اوشين م بولو» يوه ناجوړه ښځه معاينه کوي . ددغه ډاکتر په معاينه خانه کي د لرګو يو لړزان ميز او درې څوکۍ ليدل کيږي . د اطاق دديوالو پلاسترونه راغورځيدلي دي، کړکۍ يې ښيښې نه لري .په آهن چادر بندی شوي دي . دغه ډاکتر اوس خپله يو Stetoskop يا د معايني ګوشي پيدا کړېده . خو د ويني د فشار آله بايدد خپل همکار څخه امانت واخلي . وايي چي دا کلينک د دولتي صحي مرکزونو په نسبت لا ښه مجهز دی، خو بياهم ستونزي موجودي دي .
« کله کله حتی د اړتيا وړدرمل هم نه لرو. رنځور د روغتون درملتون ته ورځي ، بيا هغوي هم ورته وايي چي دغه درمل دوی نه لري . بيا ناروغ ښار ته ځي، درملتون په درملتون ګرځي ، په دې هيله که چيري خپله دوا پيدا کړي .
دا دسوډان روغتيايي نظام دی . په دغه هيواد کي هر څلور ماشوم مخکي تر دې چي پنځه کلن شي خپل ژوند د لاسه ورکوي .
دانيل/ عبدالباري حکيم
کتونکی : محمد قاسم نوري