د سوډان پخواني او نوي جمهوررييس ال بشير د وفادارۍ لوړه وکړه
۱۳۸۹ خرداد ۷, جمعهد جمهوري رياست د وفادارۍ لوړه د برياليتوب او مبارزې سره يو ځای ملگرې وه .
ديموکراتيک انتخابات ، بين امللي ناظرين او د هغه هرکلی هغه چا ته قانوني حيثيت ورکوي ، چه د جنگي جنايت په خاطر تر تعقيب لاندي دی .
ال بشير لوړه کوي ، او وايي ،
« زه عمر حسن ال بشير ، د سوډان د جمهوررييس په حيث په پاک خدای سره قسم خورم ، چي زه به په خپله وظيفه کښي د سوډان جمهوريت ته وفادراه او اخلاص من يم . »
د سهار وختي څخه د راغلو ميلمو يو ډير اوږد قطار د سرې غالۍ څخه تير او د خرطوم د پارلمان سالون ته ورننوتل . په هغو کښي د 7 افريقايي دولتو جمهوررييسان ، او همدارنگه د سوډان د جنوب د خودمختاري سيمي بيرته انتخاب سوی جمهوررييس هم شامل ؤ .
عربي هيوادو او چين د سوډان د جمهوري رياست د لوړي خوړلو مراسمو ته وزيران ورليږلي وه . اروپا او جرمني بيا ورته کښته رتبه ډيپلوماتان وراستولي وه . ليکن مراسم يې لکه ملګرو ملتو هم نه وه بايکاټ کړي .
د ملګرو ملتو د سوډان وياند وويل چي د شين خوليانو د کار او په دارفور کښي ددوو مليونو مهاجرينو په خاطر سړی مجبوره دی ، د سوډان د حکومت سره گډ کار وکي .
په خرطوم کښي د پارلمان رييس راغلو ميلمنو ته ښه راغلاست ووايه ، او د هغو سره يې تر ستړې مسي کولو وروسته وويل ،
«دا زموږ ددوستانو او وروڼو يو ډير ښه پيغام دی ، دا خبره ثابتوي چي موږ گډه انديښنه لرو ، گډ سرنوشت او يو پيغام : چي زموږ هيوادقوي او مستقل کو ، د سرلوړۍ او شهرت پر خوا . »
د بشر د حقوقو سازمان Human Rights Watch د ټولو دولتو څخه چي په هاگ کښي د جزأ بين امللي محکمه په رسميت پيژني ، غوښتي وه ، چي د ال بشير د جمهوري رياست د قسم خوړلو مراسم بايکاټ کي .
ددغه سازمان رييس د ملګرو ملتو سرمنشي بان کي مون ته په يوه سرخلاصي خط کښي ليکلي وه ، چي په مراسمو کښي شرکت ددارفور د قربانيانو دپاره يو ډير وحشتناکه پيغام دی .
د جرمني په پارلمان کښي د زرغون ګوند مشرې کلاوديا روټ په مراسمو کښي د جرمني د ډيپلومات گډون رسوايي وبلله .
ددارفور د ياغيانو دواړو مشهورو گروپو د سوډان د جمهوري رياست د قسم خوړلو مراسم بايکاټ کړي وه .
د اُمت د گوند په نامه د مخالف گوند مشر ال صديق ال مهدي دې ته اشاره وکړه ، چي سړی په دغه ډول مراسمو سره د هيواد اقتصادي او سياسي پرابلمونه نسي پټولای او حلولای .
خو بيا انتخابات سوي جمهوررييس ال بشير چي 68 فيصده رايي يې وړي دي ، هم د بايکاټ کولو د انتقادو او هم د انتخاباتو په جريان او وروسته تر انتخاباتو د جعل کارۍ څخه ځان بې خبره او بې تفاوته واچوۍ .
د 2011 کال په جنورۍ کښي به بيا د سوډان د جنوب خلگ ددې په خاطر رايي ورکي ، چي آيا غواړي د شمال څخه ځان جلا کي او که څنگه .
سااوب / محمد قاسم نوري
کتونکي : فضلي