د سوما پېښه، د اردوغان له پاره یوه نوې ننگونه ده
۱۳۹۳ اردیبهشت ۲۵, پنجشنبهد سه شنبې په ماښام (د می میاشتې ۱۳) د ترکيې په لویدیځ ښار سوما کې د ډبرو سکرو په کان کې رامنځته کیدونکي پيښه په ترکيي کې د دغه صنعت یوه تر ټولو خونړۍ پيښه گڼل کیږي. د ګڼ شمیر هغو کارگرانو د ژغورنې کار روان دی چې د ځمکې په ژوره برخه کې بند پاتی دي. داسي ويري سته چي د وخت په تیریدو سره به د قربانیانو شمیر نور هم لوړ سي.
د وروستیو معلوماتو له مخې په دغه معدن کې د چاودنې له امله لږترلږه ۲۷۴ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د قربانیانو په شمیر کې ډیروالې په دې معنی چې دا د ترکيي د معدن په تاریخ کې تر ټولو خرابه پيښه وه.
په عین وخت کې د ژغورل شویو کسانو د شمیر په برخه کې هم اختلاف موجود دی. د معدن مسئولینو د ژغورل شویو کارگرانو شمیر ۴۵۰ تنه اعلان کړی دی، په داسی حال کې چې دولتي چارواکي بیا د ژغورل شویو کسانو شمیر ۳۶۳ تنه ښیې.
دولت د دغې پيښې له امله درې ورځې عمومي ماتم اعلان کړی دی او رجب طیپ اردوغان د چهار شنبې په ورځ( د می میاشتې ۱۴) د سوما ښار ته سفر وکړ. په دغه ښار کې اردوغان له تود هرکلي سره مخامخ نه شو.
د اردغان پر دولت پراخې نیوکې
د رويټرز خبري آژانس په حواله اعتراض کوونکو د سوما په ښار کې پر لومړي وزیر چغې ووهلې او د هغه د استعفاء غوښتنه يي وکړه. د ترکيي په دغه ښار کې د حاکم گوند پر دفتر هم برید شوی دی.
د ترکيي په یو شمیر نورو ښارونو کې هم د دولت پر ضد احتجاجونه وشول. پولیسو د لاریون کوونکو د تیت او پرک کولو له پاره له اوښکې بهونکي گاز او فشار لرونکو اوبو څخه کار واخیست. مظاهره کوونکي په دې هڅه کې ول چې د یوه پوهنتون څخه د انرژۍ د وزارت په لور لاریون وکړي.
همدارنگه له استانبول څخه د ترلاسه شوو رپوټونو پر بنسټ د چهارشنبې په ورځ اعتراض کوونکي د معدن د مالک ودانۍ مخکې راټول شوې ول.
سته تر دې چې اردوغان د خپل دولت له کارونو څخه د دفاع په توگه د خپلو خبرو پر مهال د نړۍ په یو شمیر نورو کانونو کې او همدارنگه په ۱۹ پيړۍ کې د بریتانيي په یو کان کې رامنځته کیدونکو پيښو ته اشاره وکړله، په ټولنیزو شبکو کې له سختو نیوکو سره مخامخ شو.
په همدې منځ کې د ترکيي لومړي وزیر وویل چې په معدن کې د راگیر شویو کسانو د ژغورنې په برخه کې به هیڅ ډول کمي پرې نږدي. نوموړي همدارنگه په کان کې د رامنځته کیدونکي چادونې په هکله د هراړخیزې څیړنې ژمنه هم وکړه.
اردوغان زیاته کړه چې دولت اراده نه لري چې په هر ډول نیمگړتیاو سترگي پټې کړي او د دغې پیښې د علت تر معلومیدو پوری به تحقیقات او څیړني دوام پيدا کړي. په ترکيي کې د کارگرو اتحاديو اعلان کړی دی چې د کارگرانو د وضعیت په هکله د اعتراض په توگه به پر اعتصاب لاس پوري کړي.
د پيښې نور جزویات
د اسوشیټډ پرس خبري آژانس په حواله د سه شنبې په ورځ د ترکيي په سوما ښار کې د ډبرو سکرو په کان کې تر چاودنې او اور لگیدنې وروسته تر اوسه پوري د قربانیانو په شمیر کې په پرله پيسې توگه ډیروالي راځي. ویل کیږي چې په لسگونو کاگران لا تر اوسه بند پاتی دي. خو دا چې دا کارگران د ځمکې په ۲ کیلومتره ژوره برخه کې بند پاتی دي او له دغه معدن څخه د وتلو له پاره څلور کیلومتره لاره ده د ژغورونکي عملې کار يې سخت کړی دی.
د ترکيي د انرژی وزیر تانېرییلدیز، ویلي دي چې اورلگیدنه چې اټکل کیږي د الکترونکي ستونزې له امله به رامنځته شوې وي د چهارشنبې تر ورځي پوري هم دوام درلود. په ډیرو رپوټونو کې ویل شوې وو چې اور وژل شوی دی. ډیر شمیر کارگرانو د مونوکساید کاربن د گاز له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی.