د سومالیې ولسمشر د دغه هیواد له پاره نوی صدراعظم ټاکلی دئ
۱۳۹۱ مهر ۱۶, یکشنبهاعلان
د سومالیې ولسمشر د شنبې په ورځ عبدي فرح شرضون، د دغه هیواد د نوي صدراعظم په توگه ټاکلی دئ. شرضون یو سوداگر دئ چې په ۸۰مه لسیزه کې ئې د دولتي اقتصاد پوه په توگه دنده تر سره کړې ده. د سومالیې ولسمشر حسن شیخ محمود، ویلي دي چې شرضون ئې د اکادمیک شالید د لرلو له امله د دغه هیواد د صدراعظم په توگه ټاکلی دئ. صدراعظم په خپلو لومړیو څرگندولو کې ویلي دي چې هغه به داسې یوه معیاري کابینه جوړه کړي چې اختلاس به ونه زغمي.