1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سوماليې پر ساحل د بحري غلو ستونزه

۱۳۸۷ آبان ۳۰, پنجشنبه

د سوماليې و ساحل ته نژدې د سمندري داړه مارانو ستونزه لانوره هم جدي سوېده ...

https://p.dw.com/p/Fyis
د سوماليې بحري غله د يوې چينايي کښتۍ د نيولو په حال کي
د سوماليې بحري غله د يوې چينايي کښتۍ د نيولو په حال کيانځور: picture-alliance/ dpa

دروان مېلادي کال په دسمبر کي به د جرمني حکومت پدې هکله پرېکړه وکړي چي ايا د اروپا هغه سوله ساتی ځواک ته چي دافريقا په ښکر کي دنده تر سره کوي، الماني سر تيري ورکړي او که نه.

په سوماليه کي خورا ګډوډۍ دي . په 1991 م مېلادي کال پدغه هيواد کي د سيد بارې ديکتاتوري پای ته ورسېده او دهغه راهيسي پدغه هيواد کي فعاله حکومت منځ ته نه دی راغلی . ددې ترڅنګ پدغه هيواد کي اوږدمهاله سخته وچکالي راغلې ده، او پدې ډول ددغه هيواد تر نيمايي زیات انسانان د لوږې سره مخامخ دي . دا پداسي حال کي چي دغه هيواد د ترهګرۍ، جنګ سالارۍ، اداري فساد او يو لړ نورو ستونزو سره هم مخامخ دی . سوماليه د سړي تښتونکو او غلو دپاره يو جنت ګرځېدلی دی . په سلګونو زره انسانان د حکومت او ياغيانو تر منځ د جګړې له وجې د هيواد د پلازمېني موګاديشو څخه په تېښته کي دي .

پداسي حال کي چي مسکيني او لاچاري ډېره زیاته ده، نو د سوماليې پر ساحل د سمندري غلو شمېرهم ډير سوی دی . د کښتۍ او اوګوټونو د سفر د نړۍ والې ټولنې مشر پوټنګال موکونډان پدې هکله داسي وايي چه،

«دا اوس د نړۍ تر ټولو خطرناکه د اوبو لار ده.»

يوازی په روان کال کي د پنځو دېرشو په شاوخوا کي غټي کښتۍ په زوره نيول سوي، او سپرليان يې تښتول سوي دي . پدغو تښتول سوو کښتيانو کي د فرانسې قيمتي کښتۍ، د اوکراين د وسلو ترانسپورټي کښتۍ او د سعودي عربستان د تيلو يوه کښتۍ راځي . د سعودي عربستان په کښتۍ کي د سلګونو ملينو ډالرو تېل بار وه . دغو سمندري غلو د ملګرو ملتونو د کومک بعضي هغه کښتياني هم تښتولي ،کومي چي د سوماليې د مسکينانو د مرستې دپاره په خوراکي موادو بار وې . د روان مېلادي کال د مې په مياشت کي يو جرمنی کانټينر وړونکی اوګوټ هم د کارګرې ډلې د پنځه لسو غړو سره يو ځای تښتول سوی ؤ،چي د اوګوټ عمله تر يو څلويښتو ورځو وروسته بيرته ايله سوه.

ددغو تښتونو يوازي يو مقصد دی ،او هغه داچي سمندري غله د تښتول سوو انسانانو او کښتيوپه بدل کي پيسې تر لاسه کول غواړي .

راځۍ چي د يوه سمندري غله خبرو ته غوږ ونيسو:

«موږ يوه سوماليايي ډله يو. خيريت دی او هر څه سم دي . زموږ مقصدیوازي پيسې دي .»

د يوې برطانوۍ څېړني له مخي دغه غله هر کال د تښتونو په ترڅ کي د دېرشو ملينو ډالرو په شاوخوا کي پيسې لاس ته راوړي .

دغه سمندري غله عموما په کوچنيو تېزرفتاره کښتيو کي سپاره وي او د مشينګڼو او لاسي بمانو په مرسته يوه لويه کښتۍ تر خپل واک لاندي راولي . دغه غله د نوي تکنالوژۍ او موبايل ټليفونو او مخابرو څخه کار اخلي. د دوی کارپوه غله بيا د ساحل څخه د تښتول سوو کښتۍ د څښتنو شرکتو سره تماس نيسي ،او د خلاصون په بدل کي ورسره د پيسو خبره کوي .

د کښتيو د ترانسپورټ د نړۍ والې ټولنې مشر تور لګوي چي ددغو غلو سره د ځايي ملېشو څخه نيولې بيا تر حکومتي چارواکو پوري کسان ملګري دي .

دی وايي :

«په دغه هيواد کي هيڅ فعاله حکومت نسته . نه هم بنسټيزه ټولنيزه اسانتياوي او جوړښتونه سته . پدغه هيواد کي نه قانون او نه هم عدالت موجود دی . داړه ماران چي هر څه وکي، د پوښتنې څوک يې نسته .»

خو د افريقا د ښکر په دغه ساحل کي هميشه دونه بې امنيتی نه وه . او تر 2003کال پوري لا د Enduring Freedom د سولي په بين امللي چوکات کي هر څه سم وه .مګر اوس نه يوازي په اوبو ،بلکه پر وچه هم پر خلګو حملې کيږي او تښتول کيږی اوکیدای سی دغه حملې او تښتوني دترهګري شبکو سره بې رابطې نه وي .