1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سولې په ملاتړ په زرونو پوکاڼې په خلکو وویشل شوې

میرویس جلالزی/ حسین سیرت۱۳۹۲ خرداد ۴, شنبه

د شنبې په ورځ په کابل کې د سولې د ملاتړ په موخه یو کمپاین پر داسي مهال پیل شو چې د دغه ښار د جمعې د ورځې بریدونو د یو شمېر ښاریانو په زړونو کې ویره او مایوسي خوره کړې ده.

https://p.dw.com/p/18dx6
انځور: picture-alliance/AP

 د دغه کمپاین په ترڅ کې لس زره ګلابي پوکاڼې چې هره یوه یې د سولې پوکاڼه نومیده پر خلکو وویشل شوې. امریکایي هنرمند یزمني البوریدا، د دغه کمپاین سمبالونکی وو چې د زرګونو افغانانو په کتار کې یې د ښار په منځ کې دا کمپاین پیل کړ.

د دغه پروګرام جوړونکي وایي چې په دې کار سره غواړي ټولو افغانانو او نړۍ ته یو پیغام واستوي او هغه دا چې «یو متفاوت جهان ممکنه دی.»

دغه مدني خوځښت په کابل ښار کې د تیمور شاه د مقبرې څخه پیل شو او داوطلبو کسانو پر دوکاندارانو، لارویانو، ماشومانو او ښځو باندې دغه پوکاڼې وویشلې.

یزمني البوریدا چې د دغه کمپاین مدیریت یې پر غاړه درلود وویل: « دا بالونونه د سولي په اړه وو، د فساد پر ضد وو، د ښځو د حقونو د دفاع  په خاطر ول او د دې له پاره ول چې دا مفکوره نړۍ ته وښیو چې په بل ډول هم ژوند کیدای شي او افغانان هم سوله غواړي.»

عکاس او د دغې پروژې داوطلب مسعود حسیني وویل: «کله چې موږ پر خلکو پوکاڼې ویشلې، خلکو په خندا زموږ هر کلی کاوه او دې کار موږ ته خوښي رابخښله.»

Afghanistan Kabul Rosa Ballons Aktion Frieden
انځور: picture-alliance/AP

بشري پیغام

تر دې دمخه دغه کمپاین د هند، جاپان او کنیا په هیوادونو کې تطبیق شوی دی. د دغه پروګرام مهم هدف دا دی چې خلک د دین، سیاست او ژبې په نظر کې نیولو پرته یوازې د بشریت په اړه فکر وکړي.

د دغې پروژې مسوولین وایي یو شمیر خلک فکر کوي، چې افغانستان د جګړې په حالت کې دی. دغه هیواد خوړو، روغتیا او تعلیم ته اړتیا لري. د دغه پروژې د تطبیقولو له پاره ۱۶ زره ډالر مصرف شوي دي. د یو شمیر نورو هیوادونو وګړو هم په دغه پروژه کې ګډون درلود.

د دغه پروګرام ګډونوال د کابل په لارو کوڅو کې پياده روان ول او هر ځای ته به چې رسیدل، پر خلکو به یې پوکاڼې ویشلي.