د سولې عالي شورا یو ځل بیا پر طالبانو د سولې غږ وکړ
۱۳۹۰ آبان ۱۲, پنجشنبهکه څه هم د رباني تر وژل کیدو وروسته د سولې د عالي شورا هڅې د ستونزو سره مخامخ شوې خو د دغې شورا چارواکي اوس هم وایې چې دروازې یې د ناراضي طالبانو پر مخ خلاصې دي.
د لوی اختر په مناسبت د دغې شورا له لوري په یوې خپرې شوې وینا پاڼې کې راغلي چې دغه شورا به د هر ډول قربانیو په ورکولو سره د سولې بهیر پر مخ بوځي. په وینا پاڼه کې زیاته شوې چې لا هم ناراضي طالبانو ته د دوي غیږه پرانیستي ده او هغوي کولای شي چې سوله یز ژوند غوره کړي.
د سولي عالي شورا پر نارضیانو غږ کړی چې د بي ګناه ولسونو د وینې له بهولو لاس واخلي او له ګاونډیو هیوادونو څخه یې غوښتي چې نور په افغانستان کې له مداخلې لاس واخلي.
د سولي عالي شورا په داسې حال کې پر طالبانو د سولې غږ کوې چې پاکستاني چارواکو سره تر لیدو وروسته افغان ولسمشر حامد کرزي وویل تر هغو به د طالبانو سره د سولي خبرې پیل نه کړي چې له هغوې څخه کوم مشخص ادرس په لاس کې و نه لري.
د سولې عالي شورا د ناراضي طالبانو د پخلا کولو لپاره جوړه سوي ده. د دغې شورا هڅې هغه وخت د ستونزو سره مخامخ شوي چې برهان الدین رباني چې د دې شورا مشرۍ یې پر غاړه درلوده د یوه ځانمرګي برید کوونکي لخوا ووژل شو.
افغانستان د پاکستان دولت په ځینو کړیو تور لګوي چې د طالبانو او د حقاني د شبکې څخه ملاتړ کوي. په تیرو لسو کلونو کې د افغانستان او پاکستان اړیکې ډیر وخت خړې پاتې شوي دي خو د برهان الدین رباني تر وژل کیدو وروسته د دواړو هیوادونو تر منځ اړیکي د بل هروخت په پرتله ډير خراب حالت ته ننوتې.
دویچه ویله/ جلالزی
کتونکی: مسعود جهش