1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سولې عالي شورا او حزب اسلامي تر منځ د سولې تړون لاسلیک شو

مسعود جهش۱۳۹۵ مهر ۱, پنجشنبه

د افغانستان د سولې عالي شورا او د حزب اسلامي استازو د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د سولې تړون لاسلیک کړ. په دویم قدم کې به دغه تړون د ولسمشر اشرف غني او ګلبدین حکمتیار تر منځ لاسلیک شي.

https://p.dw.com/p/1K6QH
Afghanistan Gespräche High Peace Council & Gulbuddin Hekmatyar
انځور: picture-alliance/Anadolu Agency/H. Sabawoon

لا تر اوسه پورې هم روښانه نه ده چې د سولې دغه تړون به کله د افغان ولسمشر اشرف غني، او د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمیتار له خوا لاسلیک شي.

د ولسمشر غني د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر، غونډې ته په وینا کې وویل: «د دې تړون لومړی بهیر لاسلیک شو او ډیر ژر به د دواړو مشرانو [ولسمشر غني او حکمتیار] د لاسلیکولو له پاره واستول شي.»

اتمر هغه نیټه و نه ښووله چې د دواړو اړخونو مشران به دغه تړون لاسلیک کړي چې تر هغه وروسته به هغه اجرايي بڼه خپله کړه.

د افغانستان د سولې عالي شورا مشر سید احمد ګیلاني، د دې تړون د لاسلیکولو پر مهال ټینګار وکړ چې دا یو ډیر سخت بهیر وو خو اوس په بریالیتوب سره پای ته رسیدلی دی.

له حزب اسلامي سره د خبرو اترو بریالیتوب، د ولسمشر غني له پاره یو سمبولیک بریا ده، ځکه هغه په تیرو دوو کلونو کې و نه توانید چې له طالبانو سره چې د جګړې اصلي اړخ بلل کیږي د سولې په مورد کې کوم پرمختګ وکړي.

د سولې په تړون کې د حزب اسلامي مشر او غړو ته قضایي مصوونیت ورکړل شوی دی. امریکا متحده ایالات ګلبدین حکمتیار، نړیوال ترهګر بولي، خو افغان حکومت بیا د سولې په تړون کې ژمنه کړې ده چې د امریکا متحده ایالاتو له تور لیست څخه به د ګلبدین حکمتیار نوم پاک کړي.

اتمر په دې غونډه کې ډاډ ورکړ چې نړیوالې ټولنې د هغو نړیوالو او سیمه ییزو غنډونو په له منځه وړلو کې د همکاري ژمنه کړې ده چې له حزب اسلامي سره د سولې د تړون د پلي کیدو له پاره لاره هواري.

په مذاکراتو کې د حزب اسلامي د پلاوي مشر امین کریم، په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ چې اوس هم د حزب اسلامي هدف له افغانستان څخه د ټولو بهرنیو ځواکونو وتل دي، خو هغه روښانه کړه چې دغه هدف به اوس له نورو لارو تعقیبږي. د هغه په خبره تر دې وروسته به حزب اسلامي کوم افغان د خپل پوځي دښمن په توګه نه، بلکې د خپلو سیاسي مخالفینو او یا هم ملګرو په توګه وګڼل شي.