1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سولې د مشورتي جرگې په هکله د معصوم ستانکزي سره مرکه

۱۳۸۹ مرداد ۱۲, سه‌شنبه

معصوم ستانکزی: د سولي د مشورتي جرگې جوښت او غړي داسي وي چي د افغانستان د خلکو د هيلو نمائندگي وکړلای شي

https://p.dw.com/p/Oaqi
جرگو د افغانستان په تاريخ کي ډېر مهم رول لوبولی دی
جرگو د افغانستان په تاريخ کي ډېر مهم رول لوبولی دیانځور: AP

ډويچه وېله: دسولى عالي شورادجوړېدو په حال كي ده. په دې اړه ستاسونظرڅه دی ؟

ستانکزی: خبري پرې روانې دي. دسولې دملي مشورتي جرګې يوه پرېكړه دا وه چي حكومت دې ته معتقد دى هغه پريكړي چي جرګې كړي دي ګام په ګام عملي شي. يوه پرېكړه داوه چي دسولې دتأمين لپاره دسولې عالي شورا جوړه شي چي بيلابيلو مطرحو شخصيتونو په تركيب يوه داسي شورا رامنځ ته شي چي دمخالفينوسره د اړيكو دنيولو او خبرو كولو صلاحيت ولري .

ډويچه وېله: دسولې دملي جرګې دجوړېدو نه تراوسه پوري د مخالفينو سره د خبرو په اړه څه پرمختګ شوی دی؟

ستانکزی: سوله يوطرفه جاده نه ده. سوله هغه شی دی هغه چي دحكومت په توان كي ووخپل مسؤليت يې سرته ورساوه. جمهوررئيس دې ته ژمن دی چي هرافغان چي په هرځاى كي مړكيږي يوافغان دی. دمخنيوي لپاره يې زمونږ ګډ مسؤليت دی اودخلكودژوندخوندي كول هم زمونږمسؤليت دی. نوهره هره هغه مشروع وسيله چي جنګ پرې پای ته رسيږي اودټولوحقوق پكښي خوندي كېدلای شي اوعادلانه سوله پرې راتلای شي. په دې لاره كي مولازم ګامونه پورته كړي دي. دبنديانودخلاصولو لپاره كميټه جوړه شوې ترڅوبي ګناه بنديان خوشي كړل شي. دغه راز دكابل په نړيواله كنفرانس كي هم دسولې دمشورتي جرګې دپريكړو هركلى وشو او نړيوال ملاتړ ترلاسه شو. دامهال دعالي شورا دجوړېدو لپاره هلي ځلي رواني دي اوډيرژربه دغه موخه ترسره شي .

ډويچه وېله: ايادسولې په عالي شوراكى به داسي كسان ونيول شي چى دطالبانوپه مزاج برابر وي كه څنګه ؟

ستانکزی: زه فكركوم داخبره به سمه نه وي چي ووايوداشورابه دچاپه مزاج برابره وي. داشورابايدددې جوګه وي چي دهيواددخلكواعتماد لاس ته راوړي اوپه دې كاركي دټولوخلكودهيلونماينده ګي وكولای شي. دامهمه نه ده چي شورادكومې ډلې نماينده ګي وكړي. دابه هراړخيزه اوپراخه شورا وي اودبيلابيلواجتماعي ګروپونونماينده ګي به ولري. په تعداد باندي بحث ته اړتيا نشته. شرط دادى چي په كيفي لحاظ باندي دافغانستان دخلكوهيلوته انعكاس وركول شي اودخلكودملاتړنه برخمنه شي.

ليکونکی: جمال كوټوال

کتونکی: احمدولي اڅکزی