1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د سولې بهیر اوس هم له ستونزو سره مخامخ دی»

مسعود جهش (اسوشیتد پرس)۱۳۹۱ بهمن ۱۶, دوشنبه

که څه هم په وروستیو وختونو کې طالبانو د سولې خبرو اترو سره لیوالتیا څرګنده کړې ده، خو بیا هم دغه بهیر له ډیرو ستونزو سره مخامخ دی، ځکه چې د افغانستان د سولې په بهیر کې ښکیل اصلي لوبغاړي پر یو بل باندې پوره باور نه لري.

https://p.dw.com/p/17XUt
A picture made available on 09 October 2008 shows Taliban militants standing guard as their spokesman Zabiullah Mujahid (not in picture) talks with a journalist in the mountains of Afghanistan volatile Helmand province a hotbed of Taliban militants, 07 October 2008. The Taliban spokesman said that the ongoing mediation of Saudi Arabia for resolving the conflicts between Taliban and Afghan government is being done without the consent of Taliban's supreme leader Mullah Omar and they will not support the talks until 70,000 international forces withdraw from the country. Following two years of strategic stalemate in the military fronts, and mounting public opinion pressure in western countries which have soldiers in Afghanistan, to end the war, Afghan and western officials have joined a chorus to call for peace with militants. EPA/STRINGER +++(c) dpa - Report+++
Kämpfer der Taliban ARCHIVBILD 2008انځور: picture-alliance/dpa

متحده ایالات او په افغانستان کې ښکیل نور هیوادونه غواړي چې له دې هیواد څخه د خپلو ټولو جنګي پوځیانو تر ایستلو مخکې د افغانستان د سولې بهیر یوې پایلې ته ورسیږي. که څه هم په وروستیو وختونو کې طالبانو د سولې له بهیر سره تر بل هر وخت ډیره لیوالتیا ښوولې ده، خو بیا هم د سولې بهیر د پام وړ پرمختګ نه دی کړی. دا ځکه چې د دې بهیر د اصلي لوبغاړو تر منځ بې باوري او غلط فهمي شتون لري او هره ډله غواړي چې د خپلې خوښې سولې بهیر په لاره واچوي.

د اسوشیتد خبري آژانس د افغان، امریکايي او پاکستاني چارواکو په حواله ویلي دي چې د طالبانو استازي له ۴۰ څخه د ډیرو هیوادونو له استازو سره په تماس کې دي. پر دې سربیره د سولې په بهیر کې د دریو اصلي لوبغاړو یعنې پاکستان، افغانستان او متحده ایالاتو تر منځ د بې اعتمادۍ فضا موجود ده چې له کبله یې د سولې بهیر له ډیرو ستونزو سره مخامخ شوی دی.

اوس افغان ولسمشر او د هغه پاکستانۍ سیال په لندن کې دي. ښایي دغه چارواکي د بریتانیا له لومړي وزیر دیوید کمرون، سره په یوه درې اړخیزه غونډه کې د افغانستان د سولې د بهیر په اړه خبرې اترې وکړي.

افغان ولسمشر په داسې حال کې لندن ته سفر کوي چې له خپلو لویدیځو ملګرو سره یې اړیکې بیا یو څه خړې شوې دي. هغه تر دې مخکې لویدیځو هیوادونو ته ګواښ کړی وو چې د سولې بهیر د هغه د حکومت پر ضد و نه کاروي. په همدې حال کې افغان حکومت او متحده ایالات د افغانستان د سولې په بهیر کې د پاکستان له «نه ریښتینې همکارۍ» څخه په تنګ شوي دي. پاکستان په وروستیو کې له خپلو زندانونو څخه یو شمیر طالب بندیان آزاد کړل چې د سولې له بهیر سره مرسته وکړي، خو ویل کیږي چې د هغوی له ډلې څخه ډیر شمیر یې بیرته له طالبانو سره یو ځای شوي دي او د افغان حکومت او بهیرنیو ځواکونو پر ضد جنګیږي. اوس نه پاکستان او نه هم افغانستان د دغو آزاد شویو طالبانو په اړه معلومات لري.

متحده ایالاتو هم د آلمان، بریتانیا او ناروې په مرسته له طالبانو سره د خبرو اترو هڅې کړې دي. هغوی څو وارې د افغان حکومت له وسلوالو مخالفینو او طالبانو سره غونډې کړي دي، خو طالبانو تل ټینګار کړی دی چې په دغو غونډو کې د هغوی ګډون، د سولې په خبرو اترو کې د ګډون په معنی نه دی.

یوه امریکايي چارواکي د اسوشیتد پرس خبري آژانس ته ویلي دي چې د افغانستان د سولې خبرې اترې دومره حساسه دي لکه چې سړې «له ماینونو څخه په یوې ډکې سیمه کې خبرې اترې کوي.» یوه بل اروپايي چارواکي ویلي دی چې اوس ډیرې بیلابیلې ډلې له طالبانو سره په خبرو اترو بوختې دي، او له همدې کبله سړۍ نه شي ویلای چې کومه ډله د طالبانو له کومې ډلې سره خبرې کوي.

کرزي تر دې مخکې په کابل کې ویلي وو چې هغه غواړي دغه ټول بهیرونه ودروي، ځکه د هغه په اند لویدیځ هیوادونه د سولې بهیر د هغه د دولت پر ضد کاروي. د ولسمشر کرزي ویاند ایمل فیضي، د اسوشیتد پرس خبري آژانس ته ویلي دي چې کرزی اندیښنه لري چې د امریکا متحده ایالاتو په ګډون، لویدیځ هیوادونه غواړي چې دې ته لاره هواره کړي چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته، د هغوی له خوا ټاکل شوي کسان د افغانستان رهبري په لاس کې واخلي.

د ولسمشر کرزي وروستۍ څرګندونې کیدای شي په قطر کې لږ تر لږه د طالبانو د سیاسي دفتر پرانیستل یو څه شا ته کړي. که طالبان په قطر کې خپل سیاسي دفتر پرانیزي، نو له دې سره به هغوی د یوه آدرس خاوندان شي او د سولې د خبرو اترو په بهیر کې به د پام وړ پر مختګ وشي. د ولسمشر کرزي ویاند ایمل فیضي، وایي چې کرزی په اصولو کې د دغه دفتر له پرانیستنې سره موافق دی، خو هغه ځیني شرطونه هم لري. فیضي زیاتوي چې ولسمشر کرزی همداراز غواړي چې طالبان دا خبره اعلان کړی چې هغوی یوازې د افغانستان د سولې له شورا سره خبرې اترې کول غواړي.

یو شمیر لویدیځ چارواکي وایي چې په وروستیو وختونو کې طالبانو په خپل دریځ کې یو څه نرموالی راوستی دی. هغوی د دغه نرموالي تر ټولو لوی ثبوت، د تیر کال په وروستیو میاشتو کې د طالبانو د مشر ملا محمد عمر، له خوا د یوې وینا پاڼې خپریدل بولي. ملا عمر په دې وینا کې ویلي وو چې هغه د ۲۰۱۴ کال وروسته د واک له شریکوولو سره کومه ستونزه نه لري او دا چې نه غواړي په افغانستان کې کورنۍ جګړه پیل شي.