1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سولي په مشورتي جرګه کي طالبانو ته بلنه نه ورکول کيږي

۱۳۸۹ فروردین ۱۲, پنجشنبه

په پام کي ده چي د سولي ملي مشورتي جرګه د 1389 کال د غوايي د مياشتي پر دوولسمه نېټه، چې د 2010 زيږديز کال د می د مياشتي له دويمي نېټې سره سمون لري د دريو ورځو لپاره په کابل کي جوړه سي...

https://p.dw.com/p/Mjio
په دې جرګې کې د افغانستان له خلکو سره سلا مشورې کيږي
په دې جرګې کې د افغانستان له خلکو سره سلا مشورې کيږيانځور: AP

د دغي جرګې د موخو د بيانولو او د جرګې د ميکانيزم او جوړښت د بيانولو په موخه د حکومت د رسنيو په مرکز کي د سولې د ملي مشورتي جرګې د پاليسۍ مرستيال نجيب امين ، د ولسمشر سلاکار معصوم ستانکزی ، د ولسي جرګې غړی داوود سلطان زوی او د عالمانو د سراسري شورا غړی فضل احمد معنوي د خبريالانو او مدني ټولني استازو پوښتنو ته ځوابونه ورکړي.

د سولې د ملي مشورتي جرګې مرستيال نجيب امين د نوموړې جرګې موخې بيان کړې او وې ويل چې: په دې جرګې کې د افغانستان له خلکو سره سلا مشورې کيږي، چې څرنګه د سولې لاره پيدا کړو او مخالفينو ته څرنګه ځان ورسوو.

نجيب امين وويل چې: د سولې د ملي مشورتي جرګې په جوړښت کې د ملي شورا غړي ، د ولايتي شوراګانو استازي ، واليان ، د عالمانو د شورا غړي ، د هيواد پيژندل سوي مېرمني، دهرې ولسوالۍ او ښاري ناحيې د قومي مشرانو او مخه ورو څخه يوتن ، د کوچيانو استازي ، د مدني ټولني استازي ، د معيوبينو او معلولينو استازي ، په پاکستان او ايران کي د ميشتو افغان کډوالو استازي او د پانګه والو استازي به ګډون ولري.

د ديني عالمانو د شورا استازي فضل احمد معنوي د عالمانو د شورا د دريځ په هکله ويلي: د شورا د جوړيدو له پيل څخه پر هغه څه، چي ټينګار سوی هغه روغه جوړه ده او دا يواځي يوه تيوري نه، بلکي د ټولني يوه اړتيا ده چي هيله من يو د سولي په مشورتي جرګه کي له مخالفينو سره د روغي جوړې پر يو ميکانيزم هوکړه وسي، ځکه جګړه د حل لاره نده.

د ولسمشر سلاکار معصوم ستانکزی د سولي د جرګې د رابللو په اړوند وويلي: د سولي مشورتي جرګه د دې لپاره رابلل کيږي، چي د يو ملي اجماع په توګه وکولای شي د خلکو پوښتنو ته ځواب ووايي او د خلکو ګډون د هيواد په سياسي بهير کي څرګند کړي او د دولت پروګرامونه هغه وخت کيدای سي ګټه ور تمام سي، چي په سياسي بهر کي د خلکو ګډون تامين سي.

جرګه به د قومي مشرانو او مخورو څخه جوړه وي
جرګه به د قومي مشرانو او مخورو څخه جوړه ويانځور: AP

د سولي د مشورتي جرګې مرستيال وويل چې : د جرګې د رابللو لپاره ټول اړين لمړني تدبيرونه نيول شويدي او د وري د مياشتې تر پايه پورې به د جرګې د جوړيدو لپاره بشپړ چمتووالي ته وروستۍ بڼه ورکړي .

د ولسي جرګې غړی داوود سلطان زوی د افغانستان په دولت کې د طالبانو دګډون په هکله وويل چې : موږ هيڅکله طالبانو ته دا خنډ ندی پيښ کړی چې په سيستم کې ګډون ونکړي موږ د يو هيواد په توګه، چي په يوويشتمه پيړۍ کې ژوند کوو سوله او ټيکاو ته اړتيا لرو که چيرې طالبان غواړي هيواد د سولې او پرمختيا په لور بوځي نو رادې شي او په دې سيستم کې دې ګډون وکړي او که پياوړتيا لري دغه سيستم ته دې وده ورکړي.

د سولي د مشورتي جرګې د استازو اټکلي شمېر به 1300 تنه وي. د دغې جرګې د مرستيال په وينا طالبانو ته په دغه جرګه کي بلنه نه ورکول کيږي خو که چيرې طالبان د خپلو تر واکمنۍ لاندې سيمو کې د خلکو لخوا ټاکل کيږي کولای سي په جرګه کي ګډون وکړي.

انور بری پال/ کابل

کتونکی. زيارمل