د سولي په خبرو کښي د خبريالانو ونډه
۱۳۸۹ بهمن ۲۷, چهارشنبهدغه ورکشاپ چي د ولايت مقام له لوري جوړ سوى وو ، موخه يي د ژورناليستانو پرمټ د دولت د سولي خبرو د روان بهير چټکتيا او په خوست کي د سيمه ايزو رسنيو د کارکونکو د ظرفيتونو لوړول وو.
په دې ورکشاپ کي د خبريالانو، دولت او قومونو ترمنځ د اړيکو پر پراخوالي او د سيمه ايزو رسنيو د خبريالانو د ظرفيت لوړوني په برخه کي په بيلابيلو اړينو مسايلو خبري وسوې.
په خوست کي د ژورناليستانو د خپلواکي ټولني مشر امير بهير وايي ، چي ددې ورکشاپ څخه يوه موخه د دولت، قومونو، ديني علماوو او د مدني ټولنو د غړو سره ، په ګډه د دولت لخوا، د سولي د روان بهير د لا غښتلتيا لپاره د ګډو هڅو پر مخ بيول دي.
په همدې حال کي يو شمير ژورناليستان د دا ډول ورکشاپونو جوړول د سيمه ايزي ادارې سره، د همغږۍ ترڅنګ ، د محلي رسنيو د کارکونکو لپاره ډير ګتور بولي.
دوی وايي ، چي پدې سره به د محلي رسنيو کارکونکي پدې و پوهيږي ، چي څنګه پرمعيار برابري خپروني جوړي کړي، او بل داسي څه له خپلو رسنيو خپاره کړي ، چي د هغې څخه اوريدونکي سمه ګټه پورته کړي.
د خوست ولايت مقام لخوا پداسي حال کي د ژورناليستانو او دولت ترمنځ د همغږۍ په موخه ورکشاپ جوړيږي، چي لا هم د رپوټونو پرمهال د دولتي ادارو لخوا خبريالانو ته پر وخت معلومات نه ورکول کيږي.
نه يوازي په خوست بلکي په ټول افغانستان کي خبريا لان ځني وختونه ګواښل کيږي.
فريدالله ظاهر/ خوست
کتونکی: نجيب الله زيارمل