1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سولي پر فعالينو باندي بريد د بشريت دپاره توره ورځ ده

۱۳۸۹ خرداد ۱۱, سه‌شنبه

دغه خبره د ملګرو ملتونو په امنيت شورا کي د ترکيې د بهرنيو چارو وزير د اسرائيلو د هغي عمل په هکله کړې، چي د سولي د نړيوالو فعالينو پر هغه بېړيو باندي چي د غزې تراډي ته يې بشري مرستي رسول حمله کړې...

https://p.dw.com/p/NeSD
په دې انځور کي چي د ترکيې فعالينو لخوا خپور سوی ښکاري چي دوه تنه اسرائيلي عسکر د سولي د فعالینو په بېړۍ کي ولاړ دي
په دې انځور کي چي د ترکيې فعالينو لخوا خپور سوی ښکاري چي دوه تنه اسرائيلي عسکر د سولي د فعالینو په بېړۍ کي ولاړ ديانځور: AP

د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د اسرائيلو دغه پوځي عمليات غندلی دی. د امنيت شورا وروسته تر 10 ساعتونو مشورتي خبرو اترو، نن په نيويارک کي هغه پوځي عمليات غندلي دي، چي د ملکي وګړو د مرګ ژوبلي سبب سوي.

په عيني وخت کي د اسرائيلو څخه غوښتنه سوي،چي هم نيول سوي بېړۍ او هم نيول سوي ملکي وګړي آزاد کړي.

د امنيت شورا ددې غوښتنه هم کړې،چي د پرون ورځي پيښه بايد د يوې ناپيلي ډلګي له خوا و څېړل سي.

د ترکيې د بهرنيو چارو وزير احمد داوتگلو دغه پېښه د بشريت په تاريخ کي يوه توره ورځ بللې. او زياته کړې، چي په دې پيښي سره سړی د ترهګرو او د يو دولت ترمنځ توپير نسي کولای.

د اسرائيلي عسکرو په دې بريد کي 9 تنه د سولي فعالين ووژل سول.

وروسته تر هغه، چي اسرائيلي عسکرو پر هغه بېړيوباندي چي د غزې تراډي ته يې بشري مرستي رسولې حمله کړي او 9 تنه د سولي فعالين پکښي ووژل سول دترکيې د حکومت په غوښتنه په نيويارک کي د امنيت شورا يوه بېړنۍ غونډه جوړه سوه.

پر هغه بېړۍ چي بريد سوی دی، د ترکيې بيرغ باندي رپېدی. د سولي د فعالينو په دغه ډله کي، چي په بېړيو کي ناست ول، د لسو آلماني اتباعو په شمول د ډيرو هيوادونو دپارلمان غړي هم شامل ول.

دغه انځور چي د يوې ويډيو څخه اخستل سوی د ترکي ډلي د فعالينو لخوا خپور سوی. په انځور کي اسرائيلي عسکر د فعالينو په بېړۍ کي د ډزو پرمهال ښودل کيږي
دغه انځور چي د يوې ويډيو څخه اخستل سوی د ترکي ډلي د فعالينو لخوا خپور سوی. په انځور کي اسرائيلي عسکر د فعالينو په بېړۍ کي د ډزو پرمهال ښودل کيږيانځور: AP

د ترکيې د بهرنيو چارو وزير وويل: دغه عمليات سړي سمندري داړه ماري بللای سي،چي ديوه دولت له خوا تر سره سوي. په دې توګه اسرائيلو هغه حق د لاسه ورکړی چي د نړيوالي ټولني يو غړی وبلل سي.

هغه د امنيت شورا د 15 غړو هيوادونو د استازو څخه ددې غوښتنه وکړه، چي اسرائيل بايد د غزې دسيمي محاصره پای ته ورسوي. د امن د جرګې ډير غړي ددغه وړانديز څخه پلوي کوي.

د ملگرو ملتونو د سياسي چارو منشي اوسکار فرننديس وويل، چي که چيري اسرائيليانو دا غوښتنه چي په وار وار سوې ده، چي د غزې د سيمي محاصره دي ماته کړي منلې وای، ددې خونړۍ پيښي مخنيوی به سوی وای.

په امنيت شورا کي د اسرائيلو د سفير مرستيال دانيال کارمن ويلي دي، چي هره ورځ په کافي اندازه مواد د غزې سيمي ته ليږل کيږي، او هلته د بشري اړتياو کوم بحرا ن نسته.

دبيړيوکاروان، چي د غزې پر لور روان و، يو بشري ماموريت نه،بلکي برعکس د سولي تر نارو لاندي يې هڅه کيده، چي کرکي او دښمنيو ته لمن ووهل سي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون له دې امله سخته اندېښنه ښودلې او دغه عمل يې غندلی دی او ددې پيښي د ژر تر ژره څارلو خبره يې کړې ده.

Bodewein, Lena/ ضياالحق فضلي

کتونکی. زيارمل