د سولي مشورتي جرګه وځنډېده
۱۳۸۹ اردیبهشت ۱, چهارشنبهد ښووني او روزني وزير او د سولي د مشورتي جرګې د تخنيکي چارو د کمېسيون رييس فاروق وردګ وويل چي ولسمشر حامد کرزی د دولت د درو قواو د رييسانو جهادي مشرانو او د حزبونو د رييسانو سره دې فيصلې ته رسېدلی، چي جرګه وځندوي.
وردګ زياته کړې چي جرګه په څو دليلو ځنډېدلې ده. لومړی، لکه څنګه چي خبرياست د می د مياشتي پر لسمه نېټه ولسمشر حامد کرزی امريکا ته سفر لري،چي هلته د افغانانو د علاقو پر وړو مسايلو باندي خبري کيږي، نو ترڅو مو خلګ د امريکا د سفر او پر هغه مسايلو چي هلته خبري کيږي خبرکړي وي، ښه داده چي د ولسمشر د سفر د لاسته راوړنو په اړه افغانان خبر سي.
دوهم دليل دادی،چي د نړيوالي ټولني يو شمېر کړيو تشويش درلودی، چي ددې جرګۍ پايلي به څنګه وي، چي دا اندېښنې به د ولسمشر تر سفر وروسته ډير لږ سي.
د هغه په خبره دريم دليل داو چي د ولسي جرګې د نوماندانو نوم ليکنه هم په دې وخت کي پيل سوې. هغه وويل چي د ولسي جرګې استازو هغه مراجعه کړې او غوښتي يې دي چي جرګه دي و ځنډيږي.
فاروق وردګ د جرګې د ځنډېدو نور دلايل اقتصادي، امنيتي ، اجتماعي او داسي نور ياد کړه.
هغه وويل چي ولسمشر د امريکا تر سفر وړاندي او ورسته به بيا د خلکو سره مشوره کړې وای،چي مالي ستونزي په مخکي دي.
د سولي د مشورتي جرګې د تخنيکي چارو د کمېسيون رييس فاروق وردګ د جرګې د رابللو کمه ټاکلې نېټه ياده نه کړه.
فرهمند/ کابل
کتونکی. زيارمل