1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سولي شورا: د ګوانتانامو افغان بنديان دي موږ ته را وسپارل سي

۱۳۸۹ بهمن ۲۱, پنجشنبه

د سولي عالي شورا چي د ولسمشرکرزي له لوري له مخالفينو سره د پخلايني لپاره جوړه سوې، له امريکا غواړي چي د ګوانتانامو له زندان څخه ټول افغان بنديان دوي ته وسپاري.

https://p.dw.com/p/QzaW
د سولي د علي شورا مشر برهان الدين رباني
د سولي د علي شورا مشر برهان الدين ربانيانځور: AP

ځيني حکومتي سرچيني وايي چي د طالبانو يو شمير قوماندانانو هم تير مني له افغان چارواکو سره د خبرو پر مهال د دغو بنديانو د آزاديدو شرط مطرح کړی ؤ.

د ګوانتانامو د زندان تړل او د هر هيواد حکومت ته د اړوندو وګړو سپارل هغه غوښتنه ده چي هم يې په امريکا کي د ننه ولسي خلک ملاتړي دي او هم يي نړيوالي بشر پالي ټولني.

کله نا کله د ګوانتانامو له زندان څخه د شکنجو خبرونه هم ورکول کيږي.

په دي ورستيو کي د اول ګل په نامه د يوه افغان بندي د مړيني خبر يو ځل بيا په دغه بند کي له بنديانو سره د امريکايي ساتونکو سلوک بربنډ کړ.

اوس د افغانستان د سولي شورا غواړي چي له دغه بند څخه ټول افغان بنديان حکومت ته وسپارل سي.

ښايي دا يوازي د شورا غوښتنه نه، بلکي د طالبانو هم وي کومه چي د سولي شورا يي د پخلايني هڅي پيل کړي دي.

د دغي شورا د بهرنيو اړيکو د کميټې مشر محمد اسماعيل قاسميار په کابل کي وويل:

« د ګوانتانامو له زندان څخه يو شمير بنديان را آزاد سوي دي، خو ځيني بيرته مخالفينو ته ورغلي دي، موږ لومړۍ د اطمينان فضا رامنځ ته کوو چي هغوی بيرته له مخالفينو سره نه يوځاي کيږي بيا له امريکايانو غواړو چي هغوی حکومت ته وسپاري».

No-Flash Guantanamo
انځور: AP

ځيني رپوټونه کاږي چي د ګوانتانامو له زندانه د طالب بنديانو خلاصون، هغه غوښتنه ده چي طالبانو ځينو استازو له افغان حکومت سره د پټو ليدو کتنو پر مهال مطرح کړې ده.

د سولي عالي شورا د بهرنيو اړيکو د کميټې مشر وايي چي دوی ته په دقيقه توګه نه ده معلومه چي اوس مهال په کوم شمير کي افغان بنديان د ګوانتانامو په زندان کي د بند شپي تيروي. خو د دغو طالب بنديانو نوم لړ به د افغانستان د ملي امنيت شورا سره شتون ولري.

د سولي د عالي شورا له لوري په داسي مهال د ګوانتانامو له زندان څخه د ټولو افغان بنديانو د خلاصون غوښتنه کيږي چي په دي ورستيو کي دغي شورا په مشخصه توګه له امريکا څخه د طالبانو د پخواني حکومت د دفاع وزير د پريښودو غوښتنه کړې ده.

دغه کس ملا خير الله خيرخواه نوميږي چي د طالبانو د واکمنۍ پر مهال يي د کورنيو چارو د وزارت تر څنګ د هرات ولايت د والي په توګه هم دنده تر سره کړې وه.

خو دا چي واشنګټن به د افغانستان د سولي د عالي شورا دغو غوښتنو ته مثبت ځواب ورکړي که څنګه دا به د وخت په تيريدو سره څرګنده سي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل