1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سولي د مشورتي جرگې دوهمه ورځ هم پای ته ورسېده

۱۳۸۹ خرداد ۱۳, پنجشنبه

د جرګې ګډونوالو په هغو 28 کاري ډلو کي خپلو خبرو اترو ته دوام ورکړ چې يوه ورځ د مخه جوړي سوي وې...

https://p.dw.com/p/Ngn7
د سولي د ملي مشورتي جرگې د کېږدۍ مخ ته گډونوال د تفريح پر مهال
د سولي د ملي مشورتي جرگې د کېږدۍ مخ ته گډونوال د تفريح پر مهالانځور: AP

د جرګې د چارواکو په وينا د دغو کاري ډلو مشران او غړي د ملي تر کيب په پام کې نيولو سره ټاکل سوي دي. د جرګې د دو همي ورځي بهير د جوړوشويو کميټو د غړو تر منځ پرمخ ولاړی.

د سولي د ملي مشورتي جرګې د جوړيدو د کمېسيون په يوې اعلاميه کي، چي نن خپره سوه ويل سوي چي،د کاري ډلو د خبرو اترو پايلي به د جمعې په ورځ سره راټولي سي.

د سولي دملي مشورتي جرګې دپاره د دولت لخواد سولي د راوستلو د چوکاټ او ميکانيزم په اړوند يوه اته ديرش مخيزه طرحه هم وړاندي سوې ده تر څو د جرګې غړي پرددې طرحي هم خبري اتري وکړي.

په داسي حال کي چي د جرګې غړي د سولي د راوستلو او وسله والو مخالفينو سره د روغي جوړي په هکله خبري کوي خو د چاروکارپوهان د دغي جرګې اغيزمنتوب ته د شک په سترګه ګوري.

دسياسي چارو کارپوه حيات الله پياوړي چي د جرګې بهير يې له پيل څخه څارلی وايي، چي دی فکر نه کوي چي نوموړې جرګه به د سولي په راوستلو کي کومه مثبته اغيزه ولري ځکه په جرګه کي داسي افغانان ګډون نه لري، چي پر هيواد او خلکو باندي زړه سوی ولري.

د کابل پوهنتون استاد او د چارو کارپوه نسيم ګل توتاخيل وايي،چي د سولي د ملي مشورتي جرګې حقوقي اړخه هم ستونزه لري، ځکه د افغانستان په تاريخ کي داسي جرګه نه ده تيره سوې.

توتاخيل وايي، چي جرګه په افغانستان کي د تصميم نيولو يوه ستره موسسه ده خو اوسنۍ جرګه د جوړښت له پلوه يواړخيزه ده.

حيات الله پياوړی هم د جرګې پر جوړښت نيوه که کوي او وايي، چي په جرګه کي داسي کسان ګډون لري چي له فکري پلوه د جرګې سره مخالف دي او نه غواړي چي د وسله والو مخالفينو سره روغه جوړه وسي.

د سولي ملي مشورتي جرګه خپله کاري دويمه ورځ يې په داسي حال کي شاته پريښوده چي د کورنيو چارو وزارت ويلي، چي د تيرې ورځي د امنيتي پيښو څخه وروسته يې امنيتي تدبيرونه نور هم ټينگ کړي دي.

انور بري پال / کابل

کتونکی. زيارمل