د سولي د عالي شورا غړی ارسلا رحماني ووژل سو
۱۳۹۱ اردیبهشت ۲۴, یکشنبهاعلان
د افغانستان د سولې د عالي شورا غړی مولوي ارسلا رحماني د شنبې په ورځ سهار په کابل کي د نامعلومو وسله والو کسانو له خوا په ډزو ووژل سو. افغان چارواکو خبري آژانسونو ته ويلي دي چي مولوي رحماني د کور څخه د کار پر لوري روان وو چي ورباندي ډزي وسوې.
د چارواکو په وينا دغه پېښه د کابل د پوهنتون پر سړک رامنځ ته سوې ده. د رحماني يوه لمسي د فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي چي رحماني روغتون ته د رسېدو وروسته ساه ورکړې ده. وژل سوی مولوي ارسلا رحماني د افغانستان د سولي د عالي شورا او په افغانستان کي د سولي د راتگ لپاره يو مهمه کس گڼل کېده.