1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سولي د عالي شورا او طالبانو تر منځ خبري اوس پيلېږي

۱۳۸۹ مهر ۱۵, پنجشنبه

ويل کيږي چي نن د سولي د عالي شورا د غړو او طالبانو د استازو ترمنيځ د كابل په سرينا هوټل كي د خبرو اترو بندوبست سوى دى.

https://p.dw.com/p/PXjB
مولوي قيام الدين کشاف
مولوي قيام الدين کشافانځور: picture alliance / dpa

په کابل کي د پاكستان د سياسي ګوندونو او سنا د مجلس يو شمير مشران او استازي چي د کابل د واكمنو سره يې پټي خبري كړي دي او جزيات يي نه دي افشا سوي وايي چي د طالبانو د استازو او د سولي د عالي شورا ترمينځ خبرو كي به برخه واخلي.

په پاكستاني پلاوي كي اسفند يار ولي ، محمود خان اڅګزى ، افراسياب خټك او د كورنيو چارو پخوانى وزير افتاب احمد خان شير پاو شامل دي.

شيرپاو د غونډي جزييات نه دي په ډاګه كړي خو رسنيو ته يي ويلي دي چي كابل او اسلام آباد دواړه دا مهال د ترهګرۍ سره په جګړه كي دي، ځكه نو پكار ده چي ددې مصيبت څخه د ژغورني دپاره كابل او اسلام آباد د ګډي مبارزې دپاره خپل چمتووالى كره كړي.

په همدې توګه د سياسي چارو شنونكي فضل الرحمن او ريا د سولي دخبرو پيل كول يو اړين كار بولي او وايي چي د سولي په دې خبروكي د سعودي عربستان او جرمني په همكاري د افغاني شخصيتونو او طالبانو ترمينځ تماسونه به ددې اميدواري پيدا كړي چي په پاى كي جنګونو او مرګ ژوبلي ته د پاى ټكى كيښودل سي.

د عالمانو د سراسري شورا سرپرست او د سولي د عالي شورا غړى مولوي قيام الدين كشاف واي چي د سولي عالي جرګې د كار پيل چي د طالبانو د استازو سره په كابل كي كيدونكى دى د سولي په لور يو مثبت ګام دى.

كشاف وايي چي په دې خبروكي به د پاكستاني پلاوي غړي هم ګډون ولري او د طالبانو او افغان دولت شرطونه او سپارښتونو ته به غوږ سي.

د راپورونو له مخه د سولي د عالي شورا په استازيتوب به برهان الدين رباني علي احمد جلالي داكتر فاروق وردګ او د ولسي جرګي لومړى مرستيال ميرويس ياسني برخه واخلي.

د طالبانو د استازو په هكله كره معلومات نسته خو ويل كيږي چي د ملامحمد عمر ترڅارني لاندي د كويټي د شورا استازي به پكښي برخه واخلي.

جمال کوټوال/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل