1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سوریې یاغیان: د حلب محاصره مو ماته کړه

آژانسونه / ش.ز.ن.۱۳۹۵ مرداد ۱۷, یکشنبه

د سوریې یاغي ډلو د حلب د محاصرې ماتولو په برخه کې د خپل بریالیتوب خبر ورکړی دی. زیاته شوې چې د نوموړي ښار په ختیځ او لویدیځ کې د دوی د ځواکونو تر منځ اړه ټینگه شوې. د سوریې د بشري حقونو سازمان دغه خبر تائيد کړی دی.

https://p.dw.com/p/1JctP
Syrien Kämpfe in Aleppo um eine Militärakademie
انځور: Reuters/A. Abdullah

په سوریه کې د «فتح الشام جبهې» په نوم (چې یو د جهادي ډلو څخه ده)، قوماندان د آلمان خبري آژانس ته وویل چې د حلب ښار په ختیځ او لویدیځ کې د دوی د ځواکونو تر منځ ارتباط «دا ثابتوي چې موږ د دې ښار محاصره ماته کړی ده».

د «احرار الشام» ډلې یوه ویاند هم د حلب د محاصرې ماتیدو خبر ورکړی دی. احرار الشام د حلب په برید کې یو له لویو گډون کونکو ډلو څخه دی.

په حلب کې د بشري حقونو فعالانو خبر ورکړی دی چې د محاصره شوو سیمو اوسیدونکو د محاصرې د ماتیدلو په خوشحالۍ کې په سړکونو کې جشن جوړ کړی او نڅاوې یې کولې. د هوایې بریدونو د خطر سربیره د سیمې اوسیدونکي سړکونو ته را وتلي ول او د "الله اکبر" نارې یې وهلې او په جوماتونو کې د قران کریم تلاوت خپریده.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (03.08.2016):

پر حلب باندی د زهرجن گازو بمباري

د سوریې د بشري حقونو سازمان چې مقر یې په لندن ښار کې دی، هم د حلب محاصرې د ماتیدلو په اړه خبرونه تائيد کړي دي. نوموړي سازمان همدارنگه ټینگار کړی دی چې دغه ډلې تر اوسه پورې نه دي توانیدلي چې تر خپل کنترول لاندی سیمو او حلب د ختیځو سیمو تر منځ یو ډاډمن ارتباطي لاره رامنځته کړي.

برعکس د سوریي رژیم ته نږدې رسنیو دغه رپوټونه رد کړي دي. د "سانا" خبري آژانس د ترهگرو پر وړاندې د درنو هوایې بریدونو خبر ورکړی او زیاته کړی یې ده چې په زرگونو مزدورانو(ترهگرو) د پوځ د سرتیرو پر ضد د موټر په وسیله بمې بریدونه ترسره کړي دي.

په حلب کې خراب بشري وضعیت

شاوخوا دری اونۍ مخکې د سوریې دولتي ځواکونو د خپلو متحدینو په مرسته د حلب ښار د هغې برخې وروستۍ ارتباطي مسیر چې د یاغیانو په وسیله اداره کیده، تر خپل کنترول لاندی راوسته. د ملگرو ملتونو سازمان اټکل کوي چې شاوخوا ۳۰۰۰۰۰ انسانان په حلب کې محاصره دي او خوراکي توکو او روغتیایې مرستو ته ډیر سخت ضرورت لري.

حلب چې یو وخت د سوریې یو له اقتصادي قطبونو څخه شمیرل کیده، د ۲۰۱۲ کال په دوبي کې د دولتي ځواکونو او یاغي ډلو تر منځ وویشل شو.

دغه ښار په وار وار د ځمکنیو او هوایې بریدونو په ترڅ کې په نښه شوی دی. یوه اونۍ مخکې یاغي ډلو د یو بل په همکارۍ د حلب ښار د محاصرې ماتولو په موخه د دولتي ځواکونو پر ضد بریدونه ترسره کړي دي.

د سوریې د بشري حقونو سازمان په خبره، د دغو عملیاتو په جریان کې تر اوسه پورې د دواړو ښکیلو خواو څخه تر ۵۰۰ ډیرو جنگیالیو او لږ تر لږه ۱۳۰ ملکي وگړو خپل ژوند له لاسه وکړی دی.