1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سوریې په راستان کې جګړه روانه ده

۱۳۹۰ مهر ۹, شنبه

د سوریې په راستان ښار کې جګړه روانه ده. دغه جګړه د پوځ څخه تښتیدلو سرتیرو پیل کړي. دا په داسې حال کې ده چې کارپوهان وایې د سوریې اپوزیسیون به د لیبیا په سیر پوځي مرستي تر لاسه نه کړي او په دغې جګړې کې به ماتې وخوري

https://p.dw.com/p/12kKV
ارشیف انڅور
ارشیف انڅورانځور: AP

د پوځ څخه تښتیدلو کابو د ۵۰۰ تر ۱۰۰۰ پورې نفرو د راستان ښار تر خپل کنټرول لاندې راوستې. اوس داسې ښکاري چې حکومتي ځواکونه یې بیرته ونیسي. یو عیني شاهد وايي چې ودانۍ هم ویشتل شوي او هیڅ چا هم نه شو کولې چې د کوره رابهر شي. هغه زیاتوي چې په دغو نښتو کې لس تنه وژل شوی او څلویښت تنه نور ټپیان دي.

دا په داسې حال کې ده چې چې خېنې نورې منابع بیا د ۲۴ تنو د مړینې خبر ورکوي. دولتي خبري اژانس راپور وکړې چې اووه عسکر او پولیس د وسله والو لخوا وژل شوي.

د راستان په ښار کې حکومتي ځواکونه په ځينو برخو کې د وسله وال مقاومت سره مخامخ شول. یاغیان د چریکي جګړې تاکتیک کاروي. ځاي اوسیدونکي وايي چې  د دې ځای اصلي اوسیدونکي هم د وسله والو سره یو ځای شوي دي.
 
سوریا ته وسله بې د کومې ستونزې د عراق او لبنان څخه راځي. د بشارالاسد حکومت د امریکې په متحده ایالتونو تور لګوي چې دوي یوه وسله وال پاڅون ته لمن وهي.
 
د منځني ختیځ د سیاسي چارو کارپوه، یوشوا لاندیس، بیا برخلاف وايي چې په دمشق کې د امریکې سفیر اپوزسیون ته د ارامه  پاتې کیدو قسم ورکړې.

«په سرکونو رامنځته کیدونکي زور زیاتي حکومت ته د لا زیات سخت چلند د کولو پلمه په لاس ورکړه. سوریا لیبیا نه ده. د امریکې متحده ایالتونه او نړیواله ټولنه به د سوریې د پاڅون څخه پوځي ملاتړ ونه کړي.»

هغه زیاته زیاتوي چې د سوریې اپوزسیون هم باید د خارج څخه په مداخلې تکیه ونه کړي. دغه کارپوه زیاتوي چې هغو کسانو چې په راستا کې جګړه پیل کړي لا د وختي یې دغه جګړه بایللې ده.

که څه هم یوشوا لاندیس وایې چې امریکا د سوریې اپوزیسیون ارامه پاتې کیدو ته تشویقوي خو د بشارالاسد پلویان بیا دغه خبره نه مني. د اسد پلویانو خو یو امریکا یې ډیبلومات چې د یوه سوریایې اپوزیون غړي د لیدو لپاره د هغه کور ته تللی وو د رومیانو په ویشتلو سره بدرګه کړ.

که څه هم اوس مهال په سوريې کې دیری خلک د پوځي مخالفت پلویان نه دي خو د پوځ څخه د تښتیدلو سرتیرو په وسیلې د رواني جګړي پیلیدل دا ښیې چې کیدای شې په دغه هیواد کې هم دغه غوښتنه رامنځ ته شي.

په دې منځ کې د عربي نړۍ په هیوادونو هم غږونه زیاتیږي. د مثال په توګه د علي دالیان لخوا.  د اردن د پارلمان دې پخواني غړي په عمان کې د سوریې سره د سفارتي اړیکو د بندلو په موخه مظاهره تنظیم کړې وه.

دویچه ویله/ بریښنا صابر
کتونکی: مسعود جهش