1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سوریې په حلب کې لا هم جگړه روانه ده

۱۳۹۱ مرداد ۹, دوشنبه

د سوریې دولتي ځواکونه وایي چې د حلب ښار یوه ولسوالۍ ئې نیولې ده او په دغه سیمه کې ئې د یاغیانو د ځپلو له پاره مټې بډ وهلي دي. خو اپوزیسیون بیا دغه ادعا ردوي او وایي چې اوس هم د سیمي کنترول پخپل لاس کې لري.

https://p.dw.com/p/15gbm
انځور: Reuters

د سوریې دولتي ځواکونو د یکشنبې په ورځ د صلاح الدین پر ولسوالۍ باندې بمباري کړې ده او د یکشنبې په شپه ناوخته ئې د دغه ولسوالۍ د نیولو ادعا وکړه. د سوریې یوه ناپیژندل شوي دولتي افسر د دغه هیواد ملي تلویزون ته د یکشنبې په شپه ناوخته وویل: «د صلاح الدین د ولسوالۍ بشپړ کنترول بیرته له وسله والو اجیرانو څخه اخیستل شوی دئ.»

هغه پخپلو خبرو کې زیاته کړه چې په راتلونکو څو ورځو کې به د حلب ښار امنیت بیرته ټینګ شي. دولت هیله څرگنده کړې ده چې په دغه ښار کې به یاغیان وځپي. له تیرو څو ورځو راهیسې د یاغیانو مورچلې د توپچي او څرخي الوتکو تر بمباریو لاندې نیولې شوې دي.

د سوریې د بهرنیو چارو وزیر ولید المعلم، ویلي دي چې یاغیان په دمشق کې له ماتې سره مخامخ شوي دي او په حلب کې به هم ورته ماتې ورکړل شي.

په عین وخت کې یاغیانو ادعا کړې ده چې په صلاح الدین ولسوالۍ کې ئې دولتي سرتیري نیولي دي، خو کومې آزادې سرچینې لا تر اوسه پورې دغه خبره نه ده تأیید کړې.

په تیرو څو اونیو کې د سوریې دولت پر دې توانیدلی دئ چې په پلازمینه دمشق کې خپل واک یو ځل بیا ټینگ کړي خو په عین وخت کې یاغیانو د حلب ښار کنترول تر لاسه کړی دﺉ. حلب ښار د سوریې دویم ستر او تجارتي ښار دئ او شاو خوا ۲.۵ میلیونه انسانان پکښې اوسیږي.

ښایې د حلب د ښار جگړه په سوریه کې د روان مقاومت بریا یا ناکامي مشخصه کړي. دغه مقاومت د ۲۰۱۱م کال د مارچ په میاشت کې پیل شو چې تر اوسه پورې پکښې شاوخوا ۱۹۰۰۰ ‎انسانان وژل شوي دي.

د حلب ښار اوسیدونکي له ستونزو سره مخامخ دي

په حلب ښار کې زیاتره دوکانونه تړل شوي دي او پر دروازو ئې د «اعتصاب» کلمه لیکل شوې ده. په دې ښار کې یوازې د کلچه فروشي یو دوکان پرانیستی وو چې ډوډۍ خرڅوي. دې دوکان ته هم ډیر کسان راغلي ول چې ډوډۍ واخلي.

د ملگرو ملتونو د بشري چارو له ادارې څخه والیري اموس، وایي چې په دغه ښار کې د جگړې له کبله شاوخوا ۲۰۰ زره خلک بې ځایه شوي دي:

«زیاتره خلکو هڅه کړې ده چې په امنو ځایونو کې په مؤقتي توگه په ښوونځیو او یا د عامه خدماتو په نورو ودانیو کې ځای پر ځای شي. هغوی په عاجله توگه خوړو، توشکونو، کمپلو او د څښلو پاکو اوبو ته اړتیا لري.»

په نړیواله کچه غندنه

د متحده ایالاتو د دفاع وزیر لیون پنیتا، ویلي دي چې پر دې ښار باندې بریدونه د اسد د رژیم پر پای دلالت کوي: «که چیرې هغوی په حلب ښار کې پر خپلو ښاریانو باندې داسې دردناکو بریدونو ته ادامه ورکړي، زه فکر کوم چې دا به د اسد پر تابوت وروستی میخ وي.»

هغه زیاته کړې ده چې هغه څه چې اسد د خپلو خلکو پر وړاندې تر سره کړل او لا ئې هم تر سره کوي د دې خبرې ښکارندویي کوي چې د اسد رژیم نور ختمیدونکی دئ.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش