1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سوریې پلازمینه د جګړې په ډګر بدلیږي

۱۳۹۱ تیر ۳۰, جمعه
https://p.dw.com/p/15bxW

په سوریه کې د سختو جگړو راپورونه ورکړل شوي دي. د سوریې د ولسمشر بشارالاسد د درو نزدې اعتمادي کسانو له وژل کیدو وروسته په سوریه کې د حکومتي سرتیرو او یاغیانو تر منځ نښتې وار په وار توندیږي.

پلازمینه دمشق وار په وار د جګړۍ په ډګر بدلیږي. ویل شوي دي چې په دغه ښار کې یاغیانو د پولیسو په یوې قرارګاه باندې برید کړی دئ. د اپوزیسیون د وینا له مخې د پولیسو یو ګڼ شمیر کسان په دغه برید کې وژل شوي دي.

په عین وخت کې د عراق پولې ته نزدې یاغیانو دوې دولتی تاڼې نیولي دي. همدا راز ویل شوي دي چې د ترکیې پولې ته څیرمه هم یاغیانو د حکومت څو نورې پوستې تر خپل کنترول لاتدې راوستي دي. د بشري حقونو ټولنې وایې چې یوازې تیره ورځ په نښتو کې لږ تر لږه ۲۵۰ کسان وژل شوي دي.