1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سوریې پر وړاندې د امریکا ستراتیژي څه ډول ده؟

شمس الرحمان ناصر/ دویچه ویله۱۳۹۲ آبان ۱۸, شنبه

د سوریې په هکله د بارک اوباما سیاست له متحدینو سره دا پوښتې راولاړي کړي دي چې د منځنۍ اسیا په هکله به د امریکا ستراتیژی څه ډول وي؟

https://p.dw.com/p/1AEeb
انځور: picture-alliance/dpa

سیمي ته د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د خپل ورستي سفر په ترڅ کې هڅه وکړه چې د سوريې د شخړې په اړه د خپل هیواد دریځ روښانه کړي.

د سوريې د حکومت له خوا د کیمیاوي وسلو د استعمال په غبرګون کې د امریکا متحده هغه ناڅاپي پریکړه چې په یوه محدود نظامي برید سره به د سوريې حکومت ته ځواب ونه وايي، دا پوښتنه مطرح کړې ده چې واشنګتن د سوريې پر وړاندې کومه ستراتیژې پر مخ بیایي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري منځنې آسیا ته د خپل سفر پر مهال پر دې نه دی توانیدلې چې د سوريې په اړه د اوباما د سیاست په برخه کې شک او تردید په ټولو ځایونو کې له منځه یوسي. د سعودی عربستان د بهرنیو چارو وزیر سعود الفیصل کیري ته وویل چې د سوريې په اړه د ریاض او واشنګټن تر منځ «ستراتیژیک اختلافات» موجود دي.

د اعتبار راکمیدل

نه یوازې دا چې سعودي عربستان د امریکا متحده ایالاتو د دغه ارداې پاړه اړه شک او تردید رامنځ ته کړی دی، بلکې تر ټولو دمخه د سوريې اپوزیسیون د متحده ایالاتو له دې دریځ څخه سخت ناهیلي شوی دی. د سیاسي چارو کارپوه فولکر پیرتیز، په یوه آلماني ورځپاڼې کې د«نړیوال سیاست» تر عنوان لاندې په یوه راپور کې لیکلي دي:

« د لویدیځ دا ډول د اعتبار کمیدل به د تندلارو اسلامپالو په پیاوړي کیدو واوړي. تندلارې اسلامپاله به، چې په هر صورت کې د لویدیځ دیموکراسۍ ته په بده سترګه ګوري په دې وتوانیږي وښيي چې ګواکې «واقعي جهاد» کومه نیمګړتیا نه لري.»

د سیاسي علومو او د امریکایي چارو کارپوه هیننګ ریکه بیا بل ډول نظر لري. نوموړی په دې اند دی چې نه شي کیدای د سوریې وضعیت د متحده ایالاتو له پاره بې اهمیته اوسي. ریکه وايي چې د افغانستان او عراق تجربو واشنګتن ته ښوولې ده چې ترهګر اسلامپال خپله مبارزه په یوه هیواده پورې نه محدودوي. د هغه په وینا نو له دې کبله امریکا، سوریه پر خپل حال یوازې نه شي پریښودای:

« داسې نه شي کیدای چې امریکایان دې د سوريې له مسئلې سره لیوالتیا ونه لري، ځکه په دغه ځای کې د ایران د یوه مهم متحد برخلیک ټاکل کیږي. امریکا پر دې پوهیږي چې یوازې د عراق د جګړې له امله په سیمه کې د ایران نفوذ څومره ډیر شوی دی.»

ریکه زیاتوي چې امریکا متحده ایالات نه شي کولای چې دا خبره له پامه وغورځوي چې ایران او سعودي عربستان تر کومې کچې په سیمه کې د رهبري کونکي ځواک د نقش د راخپلولو له پاره هڅې کوي.

د ریکه په خبره په ظاهري توگه متحده ایالات له جگړې څخه ستومانه بریښي او نه غواړي چې په اوسني وخت کې یو بل پوځي ماموریت پیل کړي. خو له دې سره سره ریکه هم د یو شمیر نورو کارپوهانو سره هم نظره دی چې امریکایان د سوريې له پاره هیڅ ډول مشخصه طرحه نه لري او په ظاهري توگه یوازې د ولسمشرۍ له مقام څخه د بشارالاسد د ګوښه کیدو هڅه کوي.

د هیننګ ریکه په خبره تر هغه ځایه چې لا تر اوسه د بشارالاسد د غوره ځای ناستي په اړه يو څوک پیشبیني شوی نه دی، نو امریکایان دې ته مجبوره شول چې په دغه قضیه کې له یو څه ځنډ څخه کار واخلي، ځکه چې «هغوی په سیمه کې د ثبات غوښتونکي دي.»