1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاڅونکوونکو ته د وسلو ورکولو پر سر توافق

مسعود جهش (AFP, AP, dpa, Reuters)۱۳۹۲ فروردین ۷, چهارشنبه

د عرب لیګ غړو هیوادونو پر دې خبرې توافق کړی چې د دغه لیګ غړي هیوادونه د سوریايي پاڅونکوونکو د پوځي ملاتړ حق لري. له بلې خوا ملګرو ملتونو په سوریه کې د کیمیاوي وسلو د کارونې تورونو په اړه څیړنې پیل کړې دي.

https://p.dw.com/p/184qE
انځور: Karim Sahib/AFP/Getty Images

د سه شنبې په ورځ د عرب لیگ غړو هیوادونو د قطر په پلازمینه دوحه کې سره ولیدل. په دغه لیدنه کې پر دې خبرې باندې توافق وشو چې غړي هیوادونه د دې حق لري چې په انفرادي ډول د سوریې پاڅونکوونکو ته له ځان څخه د دفاع کولو امکانات برابر کړي. په دغو امکاناتو کې پاڅونکوونکو ته د وسلو ورکول هم شامل دي. په دغه غونډه کې همداراز د یوې معاهدې پر لومړنۍ بڼې هم موافقه وشوه چې په کې راغلي دي چې له سوله ییزې لارې د سوریې د شخړې حل د عرب لیگ له پاره لومړیتوب لري.

د دغې غونډې په پایله کې د جوړې شوې اعلامیې د لومړنۍ بڼې په متن کې راغلي دي: «هر غړی هیواد حق لري چې د خپلې خوښې له مخې د سوریې له خلکو او د دې هیواد له آزاد پوځ څخه د ملاتړ له پاره، هغوی ته د پوځي تجهیزاتو په گډون له خپل ځان څخه د دفاع کولو امکانات برابر کړي.»

په دغه غونډه کې د سوریې د پاڅونکوونکو د شورا پخوانی مشر چې په وروستیو وختونو کې یې له خپلې دندې څخه استعفأ کړې ده احمد معاذ الخطيب، پر هغې څوکۍ باندې ناست وو چې تر دې مخکې د سوریې له پاره ځانگړې شوې وه.

ویل کیږي چې عراق او الجزایر د سوریې پاڅونکوونکو ته د وسلو له ورکولو سره خپل مخالفت څرگند کړی دی. په همدې حال کې لبنان هم له دغه تړون څخه واټن نیولی دی.

د سوریې پاڅونکوونکو په دغه غونډه کې د دې هیواد د ملي بیرغ پر ځای یو شین، سپین او تور رنگه بیرغ پورته کړی وو. دا هغه بیرغ دی چې په ۱۹۴۶ کال کې د سوریې پاڅونکوونکو د آزادۍ د اخیستلو پر مهال کاروه.

الخطیت په دغه غونډه کې وویل چې هغه څوکۍ چې ده ته په دې غونډه کې ځانگړې شوې ده د سوریې د خلکو قانونیت یو ځل بیا راژوندی کوي چې د هغه په خبره په وروستیو وختونو کې یې له لاسه ورکړی وو. د عرب لیگ دغه غونډه د سه شنبې په ماښام ناوخته پای ته ورسیده.

ملگرو ملتونو د کیمیاوي وسلو د کارونې په اړه څیړنې پیل کړې

د ملگرو ملتونو سرمنشي بان کیمون، د سه شنبې په ورځ یوه سویدني پروفیسور ته دنده وسپارله چې په سوریې کې د کیمیاوي وسلو د کارونې تورونه وڅیړي.

بان کیمون د ملگرو ملتونو د امنیت شورا دایمي غړو ته وویل چې هغوی به په دغې څیړنه کې برخه و نه لري. ملگرو ملتونه له دې کبله په دې اقدام لاس پورې کړ دی چې د امنیت د شورا دایمي غړي د سوریې په موضوع کې سره د نظر توافق نه لري.

د سوریې رژیم تیره اوونۍ له ملگرو ملتونو څخه وغوښتل چې د هغو تورونو په اړه څیړنې وکړي چې وایی د سوریې پاڅونکوونکو له کیمیاوي وسلو څخه کار اخیستی دی.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب