1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سوریې لومړی وزير اردن ته تښتیدلی دئ

۱۳۹۱ مرداد ۱۶, دوشنبه

د سوریې لومړی وزير ریاض حجاب له مخالفینو سره یو ځای شوی او له خپل هیواد څخه تښتیدلی دﺉ. دا خبر د دوشنبې په ورځ د هغه ویاند ورکړ. دا د اسد پر رژیم یو لوی گذار دئ.

https://p.dw.com/p/15kfq
انځور: Reuters

په عین وخت کې د سوریې دولتي تلویزون خبر ورکړي دئ چې لومړی وزیر د بشارالاسد له لوري له دندې گوښه شوی دئ. خو د هغه د گوښه کیدو له پاره هیڅ کوم دلیل نه دئ وړاندې شوی. حجاب دوې میاشتې پخوا د بشارالاسد له لوري د سوریې د لومړي وزیر په توگه ټاکل شوی وو. تر دې وړاندې حجاب د اسد په کابینه کې د زراعت د وزیر په توگه دنده تر سره کوله.

د اپوزیسیون یو تن فعال هیتام عبدالله، د المان خبري آژانس ته ویلي دي چې لومړی وزیر له خپلې کورنۍ او یو شمیر نورو لوړپوړو چارواکو سره له سوریې څخه وتلی دئ. ویل کیږي چې هغه اوس په اردن کې دئ.

د حجاب ویاند محمد اتري، د الجزیري تلویزون ته ویلي دي چې له مخالفینو سره د هغه یو ځای کیدل د سورې د ازادي بخښوونکي پوځ په مرسته پلان شوي وو. د هغه په وینا حجاب به ډیر ژر د سوریې د خلکو په نوم یوه بیانیه خپره کړي.

اتري چې خپله هم په اردن کې دئ د الجزیري تلویزوني شبکې ته ویلي دي چې حجاب د جون په میاشت کې د لومړي وزیر په توگه د دندې د نه قبلولو په صورت کې گواښل شوی وو.

د سوریې د آزادي بخښونکي پوځ یوې سرچینې د المان خبري آژانس ته ویلي دي چې دغه کار (اردن ته د لومړي وزیر تیښته) د دوشنبې په سهار وختی شوی دئ. دغه سرچینې زیاته کړې ده چې په تښتیدلو کسانو کې د «علوي طبقې» یو شمیر لوړ پوړي چارواکي هم شامل دي. په دې اړه نور جزئیات نه دي وړاندې شوي.

د سوریې دولتي تلویزون خبر ورکړی دئ چې د لومړي وزیر مرستیال عمر غلونجي، په مؤقتي توگه د حجاب ځای ناستي ټاکل شوی دئ. په فرانسه کې د سوریې د ملي شوری ویاند جورج سابرا، د المان خبري آژانس ته ویلي دي چې د لومړي وزیر تيښته ډیره مهمه پېښه ده، ځکه چې د هغه په خبره دا د رژیم د یوې برخې راپرځیدل ښيي. د هغه په وینا د دولت یو شمیر مهم کسان اوس له یاغیانو سره یو ځای شوي دي:

«زه کولای شم چې تاسو ته ووایم چې رژیم د راپرځیدو په حال کې دئ او پای ئې رارسیدونکې دئ.»

د حجاب د تښتیدو له خبر څخه لږ مخکې د سوریې په پلازمینه دمشق کې د رادیو تلویزون په ودانۍ کې یوه چاودنه هم شوې وه. دغه چاودنه د نوموړې ودانۍ په دریم پوړ کې شوې ده، خو تلویزون خپلې خپرونې په عادې ډول پر مخ بیايي. یوه عیني شاهد ویلي دي چې په دغه چاودنه کې یوازې درې تنه په سطحي ډول ټپیان شوي دي.

په عین وخت کې د دولت له لوري د حلب ښار ته د نوروسرتیرو د استولو راپورونه ورکړل شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې د اپوزیسیون فعالین بیا په دغه ښار کې د نورو سیمو د نیولو ادعا کوي.

د سوریې د آزادي بخښوونکي پوځ یوه قوماندان ابو عمر الحبیبي، د المان خبري آژانس ته ویلي دي چې پر سختو بمباریو سربیره د دوی یاغیان د ښار په مرکزي برخه کې د پرمختگ په حال کې دي. د سوریې دولتي خبري آژانس «ایرنا» په حلب کې یاغیان «د خلیج او ترکیې د ملیشو» په نوم یاد کړي دي. د دغه آژانس په وینا په حلب کې بهرني ځواکونه له یاغیانو سره مرسته کوي.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش