د سوریې د پاڅون کوونکو سره د عاجلو مرستو پریکړه
۱۳۹۲ تیر ۲, یکشنبهد یوولسو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران چې «د سوریې د ملګرو» په نوم له ډلې سره تړاو لري پر دې خبره موافقې ته ورسیدل چې « په عاجله توګه د سوریې اپوزیسیون ته ټول اړین مواد او تجهیزات ورکړل شي.» پر دې سربیره هغوی «د حزب الله د ملیشې او د ایران او عراق د جنګیالیو» څخه وغوښتل چې په عاجله توګه له سوریې څخه ووځي.
قطر د دغه هیواد، کوربه توب پر غاړه لري. د دغه هیواد صدراعظم او لومړي وزیر شیخ حمد بن جسیم، د هغو اندیښنو د لیرې کولو هڅه وکړه چې په متحده ایالاتو او اروپا کې د سوریې د پاڅون کوونکو د مسلح کیدو په برخه کې رامنځ ته شوې وې. هغه وویل که چیرې موږ وسلې ولیږو، دا به صحیح اړخ ته ولیږل شي.
د دغه غونډې وروسته جسیم د قطر په پلازمینه دوحه کې وویل: «موږ د جګړې په ډګر کې د نظامي توازن ساتلو د اهمیت او اپوزیسیون ته د اړینو امکاناتو د تامینولو په اړه یوې موافقې ته رسیدلي یو.»
په همدې حال کې د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري وویل چې په دغه غونډه کې ګډونوالو په دې اړه موافقه وکړه چې د سوریې د اپوزیسیون سره پوځي مرسته به د هر غړي هیواد په خپل ابتکار پورې تړلې وي.
د سوریې د دوستانو په نوم ډله کې آلمان، د امریکا متحده ایالات، قطر، بریتانیا، فرانسه، ایټالیا، اردن، سعودي عربستان، ترکیه، مصر او د متحده عربي اماراتو هیوادونه شامل دي.
آلمان څو وارې په تکراري ډول ویلې دي چې د خپل اساسي قانون له مخې نه شي کولای په مستقیمه توګه په کورنۍ جګړې کې ښکیلې کومې ډلې ته وسلې ولیږي او نه غواړي چې جنګیالیو ته وسلې ولیږدوي. د آلمان د بهرنیو چارو وزیر ګیدو ویسترویله، د شنبې د ورځې د غونډې وروسته وویل چې د دغې ډلې اصلي هدف د سوریې د پاڅون کوونکو سره نوره مرسته وه. ویسترویله زیاته کړه:
«دغه کار کیدای شي په مختلفو ډولونو صورت ونیسي...خو موږ ټول په دې عقیده یو چې دلته یوه سیاسي حل ته اړتیا لیدل کیږي.»
پر دې سربیره کیري وویل چې د سوریې د پاڅون کوونکو سره پوځي مرسته د هغوی د پوځي بریا په موخه نه ترسره کیږي، بلکې له دمشق سره د سولې په خبرو اترو کې د هغوی پیاوړي کول دي.
په اردن کې د متحده ایالاتو پوځي حضور
د اردن لومړي وزیر عبدالله اینصور، دا خبره تایید کړې ده چې په دغه هیواد کې ۹۰۰ امریکایي سرتیري ځای پر ځای کړل شوي دي. اینصور د شنبې په ورځ وویل چې ۲۰۰ تنه کارپوهان په دې اړه روزنه ورکوي چې د یوه کیمیاوي برید پر وړاندې څرنګه مقابله وشي او نور ۷۰۰ تنه سرتیري د «پیتریوت» میزایلو د دفاعي سیستم او F-16 ډوله جنګي جیټ الوتکو په برخه کې چې واشنګټن د روانې میاشت په سر کې ځای پر ځای کړي ول، خدمات وړاندې کوي.