1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سوریې د رژیم مخالفین موقت حکومت جوړوي

نسیم صابر (afp, rtr)۱۳۹۱ اسفند ۵, شنبه

د سوريې پاڅونکوونکي وايي چې د دغه هېواد نيمه برخه يې تر خپل کنترول لاندې راوستې ده. هغوی ویلي دي چې اوس غواړي یو يو موقت حکومت جوړ کړي تر څه «آزادې شوې سیمې» اداره کړي.

https://p.dw.com/p/17kaM
Demonstrators chant slogans and wave Syrian opposition flags during a protest against Syria's President Bashar al-Assad in Bustan al-Qasr district in Aleppo February 22, 2013. REUTERS/Muzaffar Salman (SYRIA - Tags: CONFLICT POLITICS CIVIL UNREST)
Syrien Aleppo Februar 2013انځور: Reuters

د سوريې د رژیم د مخالفې ټلوالې وياند وليد البني، د جمعې په ورځ په قاهره کې وويل چې د رژیم د مخالفانو اییتلاف به د راتلونکې مارچ میاشتې په دویمه نیټه په استانبول کې یوه غونډه وکړي. هغه زیاته کړه چې د دغې غونډې په ترڅ کې به د «آزادو شويو سيمو» د  اداره کولو له پاره د یوه موقت حکومت پر جوړولو او د هغه د مشر پر ټاکلو باندې پریکړې وشي.

البني زياته کړه چې د ملي اييتلاف مختلفې ډلې د مصر په پلازمېنه قاهره کې تر دوو ورځو خبرو اترو وروسته دې توافق ته رسېدلې دي. د احتمالي نوماندو کسانو په هکله تر دې دمه څه نه دي ويل شوي.

ملي اييتلاف دا هم ويلي دي چې اپوزيسيون غواړي له دې لارې د پاڅونکوونکو تر کنترول لاندې په سيمو کې د ګډوډۍ مخه ونيسي. له سوریې څخه بهر میشت د اپوزيسيون غړي په دې هېواد کې له پاڅونکوونکو سره په کافي ډول اړيکې نه لري. دغه کمزورې همکاري په تېرو دوو کلونو کې د يوې لويې ستونزې په توګه پاتې شوې ده.

د ګډوډۍ مخنيوی

پاڅونکوونکي ادعا کوي چې د سوريې نيمه برخه یې نيولې ده، خو هغوی تر اوسه پورې د ولسمشر بشار الاسد د ځواکونو له هوايي او ځمکنيو بريدونو څخه وېره لري. موقتي حکومت غواړي چې خپل مرکز «آزادو شويو» سيمو ته انتقال کړي.

دا خبره لا معلومه نه ده چې دغه کار سمدلاسه عملي دی او که نه. د موقتي حکومت مالي بنسټ هم نيمګړی دی. يوه ديپلومات چې له مخالفينو سره په تماس کې دی په دې اړه وويل: «په آزادو شويو سيمو کې ګډوډي ده. په داسې حال کې چې د اسد تر کنترول لاندې سيمو کې تېل، برېښنا او د اړتيا نور بنيادي مواد شته. که دغه حالت دوام ومومي، بيا به له ياغيانو څخه ملاتړ کم او جګړه به وبايلل شي.»

د سوریې د ملي اييتاف مشران د پنجشنبې راهيسې په قاهره کې سره راټول شول. په دغو خبرو کې مهمه موضوع د اييتلاف د مشر احمد معاذ الخطيب، هغه هڅه ده چې غواړي د ولسمشر اسد له استازو سره تماس ونيسي. د دغې هڅې نړيوال ملاتړ هم شوی دی. خو د سوريې ملي شورا، چې د ملي اييتلاف مهم غړی سازمان دی،  د دې کار مخالفت کوي. ملي اييتلاف همداراز پرېکړه کړې چې په راتلونکې اوونۍ کې به په روم کې «د سوريې د دوستانو» په غونډه کې ګډون نه کوي. يوه وياند د امريکا د متحده آيالاتو د «سي ان ان» چېنل له لارې په هېواد کې د تاوتريخوالي په وړاندې «د نړيوالو پر چوپتيا» نيوکه کړې وه. دغه ویاند زياته کړې وه چې نړيواله ټولنه تل غونډې کوي، خو اړينې مرستې ورسره سر ته نه رسوي. ياغيانو د نورو مرستو تر څنګ وسلې هم غوښتې دي.

«د سوريې دوستان» داسې يوه نړیواله ټولنه ده چې څه د پاسه ۱۰۰ هېوادونه په کې ګډون لري. د سوريې مخالفې ټلوالې اعلان کړی دی چې په روسيه او د امريکا په متحده آيالاتو کې به هم پلان شويو خبرو ته ور نه شي. په يوه ويناپاڼه کې په تېره پر مسکو باندې نيوکه شوې چې د ولسمشر بشر الاسد له حکومت سره تر اوسه پورې د وسلو مرسته کوي.

پر حلب د توغنديو ويشتل دوام لري

په سوريه کې جګړې دوام لري. پر اقتصادي پخواني مرکز حلب باندې د جمعې په ورځ د اپوزيسيون په خبره، ګڼ شمېر توغندي راولوېدل. د ښار په ختيځ کې لږ تر لږه ۱۲ انسانان ووژل او څه نا څه ۵۰ نور انسانان ټپيان شول.

د پنجشنبې په ورځ د يوه بمي بريد په ترڅ کې د سوريې په پلازمېنه دمشق کې د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې تقريبا ۱۰۰ انسانان ووژل شول. د ملګرو ملتونو له خوا د سوريې ځانګړي استازي لخضر ابراهيمي، په نيويارک کې وويل چې ۲۵۰ نور ملکي وګړي ژوبل شوي هم دي. نوموړي دغه «وحشي» عمل د نړيوالو قوانينو له مخې «يو جنګي جنايت» وباله.