1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سوریې خبرې اترې له سخت کړکیچ سره مخامخ شوي

(afp, rtr, dpa) ۱۳۹۵ فروردین ۳۱, سه‌شنبه

په سوریه کې د نوو نښتو له کبله د احتجاج په توگه د سوریې اپوزیسیون قسما په ژنیو کې له خبرو پر شا شوې دی. دا په داسې حال کې ده چې امریکا متحده ایالات او روسیه د اوربند پر مراعاتولو باندې ټینگار کوي.

https://p.dw.com/p/1IYFs
انځور: Reuters/D. Balibouse

د سوریې د اپوزیسیون د خبرو اترو د جگپوړې کمېټې همغږي کوونکي ریاض حجاب، په ژنیو کې له مذاکراتو څخه د پر شا کیدو په استدلال کې ویلي دي چې په هغه صورت کې چې د بشارالاسد حکومت «د ملکي وگړو بمبارۍ او په لوږه کې کې د هغوی ساتلو ته ادامه ورکړي» نو د سوریې د سولې خبرو اترو ته ادامه نه شي ورکول کیدای.

د سوریې له پاره د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي ستیفن دیمیستورا له اپوزیسیون سره تر خبرو اترو وروسته ویلي دي چې د اپوزیسیون جگپوړې کمیټې په «رسمي» توگه د سولې خبرې اترې ځنډولي دي، خو په وینا یې ښایي په تخنیکي سطحې خبرې اترې تر سره شي. هغه ویلي دي چې دوی به له ټولو اړخونو سره خبرو اترو ته ادامه ورکړي. د ژنیو خبرې اترې باید د سوریې تر پنځه کلنې کورنۍ جگړې وروسته په دغه هیواد کې د یوه مؤقتي حکومت، د یوه نوي اساسي قانون او آزداو ټاکنو تر سره کیدو ته لاره هواره کړي.

د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي په عین وخت کې پر دې خبره ټینگار کړی دی چې په سوریه کې اوسنۍ نښتې د «انديښنې وړ» دي او په وینا یې بشري مرستې په گړندۍ توگه پر مخ نه دي روانې دي. تر ټولو د سوریې په شمال کې په وروستیو کې تاوتریخوالي زور اخیستی دی. په دغه ځای کې د رژیم پلویانو پر تعرضي عملیاتو پیل کړی، څو له بهرنۍ نړۍ سره په حلب ښار کې د یاغیانو اړیکه پرې کړي.

د یاغیانو لسو ډلو هم د بشارالاسد د ځواکونو پر ضد د تعرضي عملیاتو اعلان کړی دی، ځکه چې په وینا یې هغوی د فبروري میاشتې کې د نافذ شوي اوربند درناوی نه کوي.

۱۰۰ زره کډوال بند پاتې دي

د خیریه سازمان «بې سرحده ډاکټرانو» د معلوماتو له مخې د جگړې له کبله د ترکیې پولې ته څیرمه سیمه کې ۱۰۰ زره مهاجر بند پاتې دي. د دغه سازمان په وینا تر ۳۵۰۰۰ زیات خلک له هغو کمپونو څخه تښتیدلي دي چې د جگړو سیمو ته نزدې وو او یا هم دغه سیمې د ترهگرې ډلې «اسلامي دولت» یا داعش له لوري نیول شوي دي. د بې سرحده ډاکټرانو د سازمان په خبره دغه کسان اوس د داعش او د کردانو له لوري کنترولیدونکو سیمو او همداشان ترکیې پر پوله بند پاتې دي. ترکیه له یوه کال راهیسې یوازې په بیړنیو حالاتو کې مهاجر خپل هیواد ته پریږدي.

اوباما او پوتین تلیفوني خبرې اترې کړي

د امریکا متحدو ایالاتو ولسمشر بارک او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د سوریې د وضعیت په هکله تلیفوني خبرې اترې کړي دي. د کرملین د معلوماتو له مخې دواړو مشرانو د فبروري میاشتې پر ۲۷ نېټه د نافذ شوي اوربند د ټینگولو او بشري مرستو ته د لاس رسي پر سر ټینگار کړی دی. د سپینې ماڼۍ د معلوماتو له مخې دغه ماتیدونکي اوربند ته په کتو سره اوباما یو ځل بیا له پوتین څخه وغوښتل چې پر اسد باندې له خپل نفوذ څخه کار واخلي، څو شوي توافقات مراعات کړل شي. روسیه د بشارالاسد له متحدینو څخه شمیرل کیږي او د دغه هیواد پوځي ملاتړ هم کوي.