1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سوریې حکومت نړيوالو څارونکو ته له ویزې ورکولو څخه ډډه کوي

۱۳۹۱ اردیبهشت ۱۳, چهارشنبه
https://p.dw.com/p/14nuW

د سوریې حکومت د ملګرو ملتو ځینو څارونکو ته د ویزې له ورکولو څخه ډده وکړه. د ملګرو ملتو د عمومي منشي مرستيال هیروا لادسوز په حواله تر اوسه پوري درو تنو څارونکو خپل اسناد نه دي تر لاسه کړي. خو د هغو د هوئیت په هکله تر اوسه څه نه دي ویل سوي. د ډیپلوماتانو له کړۍ څخه ویل کیږي چي د دمشق مشرتابه نه غواړي د غربي هیوادونو لکه متحده ایالاتو، فرانسې، بریتانیا او آلمان څخه څارونکي خپل هیواد ته راپرېږدي. همدارنګه ځینو عربي هیوادونو لکه سعودي عربستان او قطر ته هم په انتقادي نظر کتل کیږي. علاوه پر دې لاد سوز اعلان کړی دئ چي نړيوال څارونکو د دهیواد په ډېرو ښارونو کي د جمهور رئیس بشارلاسد له خوا د درونو وسلو او پوځونو موجودیت تائید کړی دئ. چي دا کار د ملګرو ملتو له خوا د سولي د پلان سره په تضاد کی دئ.