1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سوریې اپوزیسیون له اوربند سره موافقه وکړه

۱۳۹۴ اسفند ۶, پنجشنبه

د سوریې اپوزیسیون ویلي دي چې له یوه دوه اوونیزه اوربند سره موافق دی. ملګري ملتونه غواړي چې په سوريه کې د «نښتو د پای» طرحه چې د امریکا او روسیې تر منځ پرې بحث شوی وو، په څو ورځو کې پلې کړي.

https://p.dw.com/p/1I1cC
انځور: Reuters/R. Said

د سعودي له ملاتړه برخمني د خبرو اترو عالي کمیټې، د چهارشنبې په ورځ په یوه بیانیه کې وویل چې «دغه شورا دوه اوونیزه موقتي اوربند ته د داسې یوه چانس په سترګه ګوري چې ښوولای شي بل اړخ د تړون بندونو ته څومره پابند دی.»

په دې کمېټه کې د سوریې د ولسمشر بشار الاسد، سیاسي او وسله وال مخالفین غړیتوب لري. دغې کمیټې زیاته کړې ده چې اوس هم د نیوکو یو اوږد لیست موجود دی چې باید ورته اشاره وشي، څو دغه اوربند کار وکړي.

د اپوزیسیون یوه لویه اندېښنه د ضمانت کوونکي هیواد په توګه د روسیې نقش دی. دغه شورا استدلال کوي چې روسیه د سوریې په شخړه کې په مستقیمه توګه ښکېله ده. مسکو د تیر کال په سپتمبر کې د اسد په ملاتړ په سوريه کې هوایي بریدونه پیل کړل.

روسیې او واشنګتن د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د راتلونکې شنبې په ورځ به د «نښتو د پای» طرحه عملي شي. د روسيې ولسمشر ولادیمیر پوتین، ویلي دي چې دغه طرح کیدای شي چې د سوریې وضعیت ته بدلون ورکړي.

ملګري ملتونه هیله لري چې د دې اوربند په پایله کې به د دې وخت پیدا شي چې سوريه د شخړې ختمولو پر سر خبري اتري د مارچ میاشتې پر څلورمه نېټه له سره پیل شي.

د سوریې په شخړه کې ښکیل اړخونه باید د جمعې ورځې تر نیمایي پورې اعلان وکړي چې آیا له دې طرحې سره موافق دي او که نه؟ څو د شنبې په ورځ هغه پلې شي.

که دغه طرحه عملي شي نو د سوريې د شخړي حلیدو ته لاره اوارولای شي. د سوريې په دغه پنځه کلنه جګړه کې تر اوسه تر ۲۶۰۰۰۰ ډیر کسان وژل شوي او په میلیونو نور بیا د خپل هیواد پریښودو ته اړ شوي دي.