د سوریې اپوزیسیون خپل مشر و ټاکه
۱۳۹۱ آبان ۲۲, دوشنبهاعلان
د سوریې د رژیم مخالفینو د خپل نوي تاسیس شوي اپوزیسیون د بلاک له پاره یو معتدل روحاني اسلامي مشر د خپل نوي ریئس په توگه ټاکلی دی. د قطر هیواد په پلازمینه دوحه کې د یوې اونۍ د خبرو اترو وروسته فعالینو د دغه «ملي ائتلاف» په نوم د نوي اتحاد د مشرتابه له پاره د دمشق څخه د احمد موعظ الخطیب نوم غوره کړی دی.
دغه نوی ائتلاف به اوس د ټول هیواد په کچه د اپوزیسیون استازیتوب کوي او د بشارالاسد د رژیم د راپرځیدو وروسته به یو انتقالي دولت جوړوي. د بشري حقونو د ټولنو د وینا پر اساس په سوریه کې د کړکیچ د پیل راهیسې چې تیر کال د مارچ په میاشت کې پیل شوی، تر اوسه په کې شاوخوا ۴۰ زره انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دي.