1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کډوالو په برخه کي له ميرکل د اوباما مننه

۱۳۹۴ شهریور ۵, پنجشنبه

ولسمشر بارک اوباما په اروپا کې د کډوالو په کړکیچ کې د آلمان صدراعظمې انگلا میرکل مخکښ نقش تائید کړی دی. په داسې حال کې چې آلمان کې پر میرکل تور لگیده چې په دې اړه یې گړندي گامونه نه دي اخیستي اوباما بیا هغه ستایلې ده.

https://p.dw.com/p/1GMeN
انځور: AP

د امریکا متحدو ایالاتو د ولسمشر بارک اوباما او د آلمان د صدراعظمې انگلا میرکل تر منځ د تلیفوني خبرو اترو وروسته چې د سپینې ماڼې له لوري کومه اعلامیه خپره شوې ده په هغې کې ویل شوي دي چې ولسمشر بارک اوباما په اروپا کې د کډوالو د کړکیچ په ترڅ کې د صدراعظمې مخکښ نقش قدرداني وکړه. د سپینې ماڼۍ په وینا بارک اوباما له دې کبله له انگلا میرکل څخه مننه وکړه.

زیاته شوې ده چې بارک اوباما پر دې خبره باندې ټینگار وکړ چې آلمان د سوریایي کډوالو په منلو سره د نورو هیوادونو بار سپک کړی دی. د متحدو ایالاتو د ولسمشرۍ ماڼۍ په وینا پاڼه کې په ځانگړې توگه د میرکل د نوې پریکړې یادونه شوې ده. په دې هکله میرکل ویلي وو چې «د سوریایي کډوالو په منلو سره د سرحدي هیوادونو بار باید کم کړای شي.»

د آلمان حکومت ویلي دي چې سوریایي کډوال به هغو اروپایي هیوادونو ته بیرته نه استول کیږي، کوم ته چې په لومړي سر کې راغلي وي. په دې سره به د مدیترانې د سمندرگې پر غاړه  پرتو هیوادونو ایټالیې او یونان سره مرسته وشي، چې د کډوالو د ډیر شمیر له کبله تر سخت فشار لاندې دي.

تر دې مخکې د کډوالو له پاره د ملگرو ملتونو عالي کمېشنرۍ یا UNHCR مشر انتونیو گوتیرس په اروپا کې د کډوالو د منلو په برخه کې د آلمان مخکښ نقش ستایلی وو. څو ورځې وړاندې امریکا متحدو ایالاتو هم اعلان وکړ چې په راتلونکو دولسو میاشتو کې به تر لسو زرو سوریایي کډوال ومني.

د سپینې ماڼې د معلوماتو له مخې په اصل کې د بارک اوباما د تلیفون انگیزه د اوکراین په ختیځ کې د روسي پلوه بیلتون غوښتونکو له لوري د تاوتریخوالي زیاتیدل وو. زیاته شوې ده چې بارک اوباما د مېنسک د تړون د تطبیقیدو له کبله د اوکراین اقداماتو ته درناوی کړی او له روسیې څخه یې هم د دغسې یوه عمل د تر سره کولو غوښتنه کړې ده.