د سوريې پوځ يوه امريکايي بې پيلوټه الوتکه را اچولې ده
۱۳۹۳ اسفند ۲۷, چهارشنبه
د سانا خبري آژانس د راپور له مخي د «دښمن» دغه الوتکه په اللاذقيه ولايت کي په توغندی ويشتل سوې او را اچول سوې ده. خبري آژانس په دې اړه نور جزئيات نه دي ورکړي.لاذقيه، د سوريې د واکمن بشارالاسد پوخ مرکز بلل کيږي.
د امریکا متحدو ايالاتو پوځ ويلي دي چي د سوريې په شمال لوېديځ کي ئې د «Predator» په نوم بې پيلوټه الوتکي سره اړيکي قطع سوي دي. خو تر اوسه پوري ويلای نه سي چي دغه الوتکه دي ويشتل سوې او را اچول سوې وي.
د امریکا د پوځ يوه چارواکي ويلي دي چي د پيښي په اړه ئې څېړني پيل کړي او نور جزئيات به ئې وروسته وړاندي کړي.
امريکا متحد ايالات او متحدان ئې دغه بې پيلوټه الوتکي د سوريې په حلب او الرقه ولايتونو کي د افراطي ډلي «اسلامي دولت» پرضد کاروي.
اسلامي دولت ډله په سوريه کي د نورو ياغي ډلو او دولت پرضد جنگيږي. په دې سره نو دغه تروريستي ډله هم د امریکا متحدو ايالاتو او هم د بشارالاسد رژيم دښمنه ده.
که دغه الوتکه رشتيا هم د سوريې رژيم ځواکونو ويشتلې وي، دا به لومړۍ الوتکه وي چي د اسلامي دولت ډلي پرضد هوايي عملياتو کي د سوريې ځواکونو له خوا را اچول کيږي.
په سوريې کي له تيرو څلورو کلونو راهيسي خونړۍ کورنۍ جگړه روانه ده او د تيرکال له دوبي راهيسي چي افراطي ډلي اسلامي دولت هم پرختگونه کړي دي، دغه جنگ نور هم زور اخيستی دئ.
د سوريې د بشري حقونو د څارني سازمان د راپور له مخي په دغه هيواد کي د جگړې له پيل راهيسي (۲۰۱۱م کال پسرلی) تر اوسه پوري نزدې ۲۱۵۰۰۰ انسانان وژل سوي دي.