1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سوريې په زندانونو کي مرگ او شکنجې

آژانسونه/ خ.ح۱۳۹۵ مرداد ۲۸, پنجشنبه

د بخښني نړیوال سازمان د خپاره سوي رپوټ په حواله په تیرو پنځو کلونو کښې د سوريې حکومت په زندانونو کښې شاوخوا ۱۷ زره زندانیانو د شکنجې او ناروغیو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړئ.

https://p.dw.com/p/1Jkrg
Symbolbild Syrien Gefängnis NEU
انځور: picture-alliance/AP Photo/B. Tellawi

په دې رپوټ کښې د ۲۰۱۱م کال له مارچ میاشتې راهیسې د بشار الاسد پر وړاندې د سوريې پاڅون له پیل څخه د سرغړونو ارقام درج سوي دي. دا رپوټ ښيې چې په ټوله سوریه کښې د ۲۰۱۵م کال تر پایه ۱۷۷۲۳ زندانایانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د پاڅون کوونکو او وسله والو مخالفینو پر وړاندي د سوریې د حکومت اقدام په دې هیواد کښې کورنۍ جګړه پیل کړه چې شاوخوا ۲۵۰ زره کسان پکښې وژل سوي، د دغه هیواد نیمايي وګړي بې ځایه شوي او تر ۴.۸ میلیونه ډیر یې نورو هیوادونو ته مهاجر شوي دي. د بخښني نړیوال سازمان په دې باور دی چې په زرونه نور کسان په زندانونو کښې لادرکه سوي دي.

د شکنجې شاهدان

دغه رپوټ د ۶۵ زندانیانو له مرکو څخه جوړ شوی. رپوټ، دمشق ته نږدې د سیدنیه پوځي زندان او د سوریې د استخباراتي ادارې تر څار لاندي زندان او همدا رانګه په پوځي قطعو کښې د شکنجې یادونه کوي.

ياد نړيوال سازمان وايي چې د پوښتل شوو کسانو ځیني يې د مرګ د یوې پیښي شاهدان ول. رپوټ وایې چې د شکنجې په دې پیښو کښې د بندي بې حده ستړي کول، پر پښو وهل، برق ورکول، جنسي تېری، د پښو او لاسونو د نوکانو ایستل، په ګرمو اوبو او سګرټو سوځول شامل دي.

د څارویو په شان رویه

د بخښنې نړيوال سازمان په حواله هرڅوک چې د حکومت ضد مخالفت وکړي د بندي کیدو، شکنجې، په زندان کښې د مرګ او ورکیدو له ګواښ سره مخامخ کیږي.

سمر چې یو پخوانی زنداني دی او د بخښنې د نړیوال سازمان په حواله هغه د بشري مرستو د لیږد پرمهال نیول شوی، وايي: «هغوی زموږ سره د څارویو په شان رویه کوله او له ټولو يې غوښتل چې بې رحمه شي.»

هغه همدا راز وايي چې ما څوک د مرګ په حال کښې ونه لیدل خو د سمندر په شان ډیري ویني مې ولیدلې.

د روسیې اغېز

د بخښني نړيوال سازمان غړي فیلیپ لوتر، په حواله: «د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کښې روسیې د ویتو حق په لرلو سره تل د سوریې د حکومت ننګه کړې او په نړیواله محکمه کښې یې د سوریې په حکومت او امنیتي ځواکونو کښې د مجرمینو او د دوی د کړنو د محکمه کیدو مخنیوی کړی.»

هغه وايي چې په دې ستره پيمانه شکنجې چې له بشریت سره شرمیدونکی خیانت دی، باید پای ته ورسیږي.