1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سوريې پر ضد اعلاميه ونه منل سوه

۱۳۹۰ بهمن ۱۶, یکشنبه
https://p.dw.com/p/13xKK

د ملگرو ملتونو د امنيت په شورا کي د وېټو حق لرونکو غړو چين او روسيې يو وار بيا د سوريې پر ضد د اعلاميې مخه نيولې ده. په داسي حال کي چي په نيويارک کي د امنيت شورا ۱۳غړو د اعلاميې په حق کي رايي واچولې چين او روسيې د دغې اعلاميې پر ضد د وېټو حق وکاراوه.

د دغه اعلاميې د متن مسوده د عرب ليگ او د اروپايي ټولنې د هيوادونو په هڅو رامنځ ته سوې وه چي پکښي د دمشق د مشرتابه له خوا د بشري حقونو د تر پښو لاندي کول غندل سوي ول. د روسيې او چين له خوا د وېټو کارونې په نړيواله توگه انتقادونه رامنځ ته کړي دي.

د ملگرو ملتونو سرمنشي بان کي مون دغه رايه اچونه د يوې لويي ناهيلۍ په توگه ياده کړې ده. د امريکا استازي سوزن رايس بيا دغه عمل د شرم ډک بللی دئ. د آلمان د بهرنيو چارو وزير گيډو وېستروېله بيا ويلي دي چي دغه وېټو د اعلاميې نه بلکي د سوريې د خلکو پر ضد کارول سوې ده. د راپورونو له مخي د ولسمشر بشرالاسد ځواکونو په تازه بريدنو کي تر۳۰۰ زیات انسانان وژلي دي.