د سوريې ياغيانو ته د وسلو پر ورکولو باندي فکر
۱۳۹۲ اردیبهشت ۱۳, جمعهاوباما د پنجشنبې په ماښام مکسیکو ته تر رسیدو وروسته د خپل دفاع وزیر هغه څرګندونې تائید کړې چې اوس متحده ایالات د سوریې پاڅونکوونکو ته د وسلو د ورکولو پرامکان باندې غورکوي.
اوباما وویل چې د هغو شواهدو تر موندل کیدو وروسته چې ښيي کیدای شي د سوریې رژیم د خپلو خلکو پرضد له کیمیاوي وسلو څخه کار اخیستی وي، د هغه اداره په دوامداره توګه د سوریې حالات ارزوي.
اوباما وویل: «موږ په سوریه کې لا ډیره وینه توییدنه، د کیمیاوي وسلو د استعمال شاهدان وو. هغه څه چې موږ یې وایو دا ده چې موږ به ټول امکانات وڅیړو.»
ولسمشر اوباما په عین حال کې دا خبره روښانه کړه چې تیم یې په دیر احتیاط سره خپل کار ته دوام ورکوي. هغه دا خبره روښانه کړه چې د دې امکان شته چې سوریې ته د لا ډیرو وسلو ورکول د دغه هیواد شرایط لا پسې خراب کړي.
اوباما وویل: «موږ باید تر دې دمخه چې یوه اقدام وکړو ځان په دې خبري مطمئن کړو چې موږ له وضعیت سره مرسته کولای شو. موږ باید داسې کار و نه کړو چې د سوریې وضعیت لا مغلق او خطرناکه شي.»
له القاعدې سره د اړیکو په اړه اندیښنه
امریکا متحده ایالات له دې کبله د سوریې مخالفینو ته د وسلو د ورکولو په اړه اندیښنه لري، چې د هغوی په اند کیدای شي دغه وسلې غلطو کسانو ته ورسیږي. امریکا متحده ایالات په خاصه توگه د النصره ډلې په اړه اندیښنه لري چې تر دې مخکې یې القاعدې ته خپله وفاداري اعلان کړې وه.
تر دې دې مخکې د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزیر چاک هیگل، له خپل بریتانیاوي سیال سره په واشنگټن کې یوه خبري کنفرانس ته ویلي ول: «پاڅون کوونکو ته د وسلو ورکول یو امکان دی. تاسو ټولو امکاناتو ته گورئ او په اړه یې فکر کوئ. دا په دې معنی نه وي چې تاسو به حتمي دغه امکان ته عملي بڼه ورکړئ. دا په دې معنی نه ده چې ولسمشر اوس یوه پریکړه کړې ده.»
له بلې خوا د ملگرو ملتونو عمومي منشي بان کی مون، د سوریې د شخړې په اړه د نړۍ له قدرتونو سره خبرې اترې کړې دي. د ملگرو ملتونو یوه ویاند مارتین ناسیرکي، ویلي دي چې بان د امنیت شورا پنځه ویتو لرونکي غړي یوې غیرې رسمي غونډي ته دعوت کړي دي او هغوی ته یې د دې هیواد د وضعې په اړه معلومات ورکړي دي.
په سوريه کې له تیرو دوو کلونو راهیسې کورنۍ جگړه روانه ده، چې په پایله کې یې له ۷۰۰۰۰ څخه ډیرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.