1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سوريې وروستۍ کيمياوي وسلې بار سوې

دويچه ويله/ مسعود جهش۱۳۹۳ تیر ۱۲, پنجشنبه

د سوریې وروستۍ کیمیاوي ولسې تیره اوونۍ له دغه هیواد څخه راټولي شوي دي. دغه وسلې د چهارشنبې په ورځ په یوه امریکایي کښتۍ کې بار شوې. په دې ترتیب سره به دغه ولسې په راتلونکو اوونۍ کې له منځه ولاړې شي.

https://p.dw.com/p/1CUvb
انځور: Reuters

د امریکا د دفاع وزارت (پنتاگون) د چهارشنبې په ورځ وویل چې د وسلو د راټولو او له سوریې څخه د هغوی د ايستلو پروسه بشپړه شوې ده. د وسلو د له منځه وړلو بهیر به د «کیمیاوي وسلو د منع نړیوال سازمان» وڅارل شي. دا وسلې د ایټالیا په گیویا تاورو په ساحل کې په کښتیو کې بار شوې.

د ایتالیا د چاپیریال وزیر گین لوسا گالیتا، هم دغي سیمي ته سفر کړی وو، څو په کښتۍ کې د کیمیاوي وسلو د باریدو بهیر له نژدې څخه وگوري. هغه وویل: «تر اوسه پوري هر څه سم پر مخ تللي دي.»

دغه ایټالیايي چارواکي روښانه کړې ده چې ماموریت تر هغه چې تمه یې کیده په چټکتیا سره پرمخ تللی دی. په دې ترتیب سره ۶۰۰ ټنه کیمیاوي وسلې په کښتۍ کې بار شوي دي.

اوس به دغه کښتۍ بار شوي کیمیاوي وسلې او مواد نړیوالو اوبو ته ورسوي او له منځه به یې یوسي. د امریکا متحده ایالاتو د هوایي ځواک جنرال فیلیپ بریدلوف وویل چې دغه وسلې به له یوې مناسبي لاري له منځه یوړل شي.

د پلان له مخي به په کښتۍ کې بار کیمیاوي وسلې د ۶۰ ورځو په جریان کې له منځه یوړل شي. پر دې سربیره به هغه مضر پاته شوي مواد په فنلند او آلمان کې پروسس شي.

د سوریې د کیمیاوي وسلو د له منځه وړلو پلان د تیر کال په سپتمبر میاشت کې د امریکا او روسیې له خوا جوړ شو چې د بشارالاسد رژیم له خوا سمدستي ومنل شو. د کیمیاوي وسلو د له منځه وړلو پر سر موافقه په سوریې کې د نړیوالو دیپلوماتیکو هلوځلو پایله وه.

له بلې خوا په سوريه کې ياغيانو گواښ کړی دی چې که د تندلارو جهادي گروپونو پر ضد په جگړه کې ورسره مرسته نه وشي، نو هغوی به د اسد پر وړاندي له جکړې څخه لاس واخلي. په سوريه کې د ۲۰۱۱ کال په مارچ میاشت کې جگړه پیل شوه چې تر اوسه یې د نزدې ۱۶۰۰۰۰ انسانانو ژوند اخیستی دی.