د سوريې مهاجر ماشومان څرنگه ژوند تیروي؟
د سوریې د جگړې له کبله شا او خوا ۴،۸ میلیونه کسانو خپل کورونه پرایښي چې تر نیمایي زیات یې ماشومان دي. د اروپا او منځني ختیځ په بیلا بیلو سیمو کې د مهاجرو په کمپونو کې دغه ماشومان له مختلفو ستونزو سره مخامخ دي.
د ايدوميني د مهاجرو کمپ
د یونان شمالي ښار ایدومیني ته څیرمه د یونان او مقدونيا پر پوله یوه ماشومه د اورگاډي پر پټلۍ لوبې کوي. د بالکان لارې تر تړل کیدو وروسته په زرونو مهاجر په ایدومیني کې بند پاته دي. د ملگرو ملتونو او مرستندویه ټولنو له لوري په تکراري سره خبرداری ورکړل شوی چې په سیمه کې د دوامداره بارانونو او د سړې هوا له کبله وضعیت ډیر خراب دی او په وینا یې ماشومان په ناروغیو اخته کیدای شي.
د خوراکي موادو ستونزه
د یونان او مقدونيا پر پوله یو ماشوم چې په لاس کې یې ډوډۍ ده په منډه دی. د آتن حکومت خبرداری ورکړی دی چې د بالکان لاري د بندیدو له کبله د یونان په ایدومیني کې د مهاجرو شمیر یو لکو کسانو ته رسیدای شي. په دغسې حالت کې د خوراکي توکو پر سر آخ او ډب رامنځ ته کیدل عامه خبره ده.
په ليبنان کي هو وضعيت خراب دی
د ليبنان د پلازمېنې بېروت په څنډه کې یوه مهاجره ښځه د سړک پر غاړه له خپلو ماشومانو سره لوبې کوي. په لبنان کې شا او خوا ۱،۲ میلیونه مهاجر اوسیږي، چې ۵۳ سلنه يې ماشومانو دي. د ملگرو ملتونو د «سیف دي چلدرن» ادارې په وینا په ليبنان کې ۳۱۳۰۰۰ ماشومان له بشري لحاظه بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.
تر نارينه وو مهاجر ماشومان ډېر دي
استانبول ته څیرمه د چارواکو له لوري پر لویه لار یو غیر قانوني مهاجر درول شوی چې له هغه سره ملگری ماشوم د ژړا په حالت کې لیدل کیدای شي. په اروپا کې د مهاجرو کړکیچ تر پیلیدو وروسته دا لومړی وار دی چې له یونان څخه مقدونیا ته د تلونکو مهاجرو په ډله کې تر نارينه وو د ښځو او ماشومانو شمیر ډیر دی.
ښوونځيو ته د ماشومانو نه تگ
دا د ترکیې په استانبول ښار کې د ماشومانو له پاره یو ښوونځی دی. که څه هم په ترکیه کې په زرونو سوریایي مهاجر ماشومان ښوونځیو ته ځي خو لا هم په سونو زره ماشومان له دغه بنسټیز حق څخه محرومه دي. د ماشومانو له پاره د ملگرو ملتونو ادارې په نزدې وختونو کې په خپل یوه رپوټ کې ویلي دي چې دا مهال درې میلیونه سوریایي ماشومان له تعلیم څخه بې برخي دي.
په ليبنان کي د مهاجرو کمپ
په دغه انځور کې لیدل کیږي چې یوه سوریایي میرمن له خپلو ماشومانو سره ناسته ده او پخلی کوي. د ليبنان په جبل الشوف کي د غرونو د سلسلې لړۍ ته څیرمه د کتر مایا په سیمه کې د مهاجرو یو کمپ شته.
جنگځپلی کوباني او کردي مهاجر
د سوریې کوباني، نومې ښار سره تړاو درلودونکي کدري مهاجر مؤقتي خیمې جوړوي. د مهاجرت نړیوال سازمان د وینا له مخې په جنوري میاشت کې په آژه سمندرگي کې په هرو پنځو ډوبو شویو مهاجرو کې یو یې کوچنی ماشوم وو. په جنوري میاشت کې له ترکیې څخه یونان ته د تللو په هڅه کې ۲۷۲ مهاجر په اوبو کې ډوب شوي دي، چې۶۰ تنه يې ماشومان ول.
آلمان ته رارسېدلي مهاجر ماشومان
د آلمان په پلازمېنه برلین کې د یوه ښوونځي د سپورت په سالون کې جوړ د مهاجرو په کمپ کې دوه ماشومان ښکاري. تیر کال آلمان ته د رارسیدونکو مهاجرو په ډله کې شا او خوا ۷۰ زره داسې ماشومان دي چې بې له میندو او پلرونو راغلي دي.
په دغه جدول کې لیدلی شي چې په تیرو څو میاشتو کې اروپا ته د رسیدونکو کسانو په ډله کې څومره سړي، ښځي او ماشومان دي.