1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سوريې لانجه ـ که امريکا له ناټو ملګرو مرسته وغواړي

۱۳۹۶ فروردین ۲۰, یکشنبه

ترمپ په ترهګري ضد جګړه کې د ناټو زياتې هلې ځلې او ونډه غواړي. آيا هغه به له ناټو څخه په سوريه کي هم د ملاتړ غوښتنه وکړي؟ داسي ممکنه غوښتنه به کومې پايلې ولري؟

https://p.dw.com/p/2awjo
Fahnen Syrien USA
انځور: Colourbox

د ناټو عمومي منشي، ينس ستولتنبېرګ وويل چې «د کيمياوي وسلو هر راز استعمال د منلو وړ نه دی او بايد حتما جواب هم ولري.» هغه په دې ډول په ډاګه کړه چې د ناټو په اصلي مقر کې هم د متحده آيالاتو له خوا د شويو هوايي بريدونو سره تفاهم موجود دی.

خو پوښتنه دا ده چې د ولسمشر ترمپ څه مقصد و کله چې يې وويل: «زه په ټولو متمدنو ملتونو باندې غږ کوم چې له موږ سره يو ځای دي کوښښ وکړي، چې په سوريه کې د خلکو حلالول او د وينې تويېدل بس شي.»

طبعا ترمپ کولای شي چې له ناټو څخه په سوريه کې هم پوځي ملاتړ وغواړي. خو په دې برخه کې هغه له پنځمې مادې څخه يادونه نه شي کولای چې هغه مهال پوره شوې وي چې د ناټو په کوم غړي هېواد باندې مستقيمه حمله شوې وي. يوازې يو وارې دغه حالت اعلان شو وو. هغه د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر په ۱۱مه وه کله چې د سوداګرۍ پر نړيوال مرکز او پر پېنتاګون باندې تروريستي بريدونه وشول.

په سوريه کې اوس د زهرجنو موادو استعمال د ناټو له خاورې دباندې تر سره شوی دی. هغه يعنې «له ساحې دباندې» ماموريت دی، چې مثلا په ۱۹۹۹ کال په پخوانۍ يوګوسلاويا کې شوی وو. په دغسې ماموريتونو کې ګډون د ناټو غړو هېوادونو په خوښه تر سره کيږي.

تر اوسه پورې د دې له پاره نخښې نښانې هم نشته چې ترمپ به په سوريه کې له ناټو څخه مرسته وغواړي. د سياسي چارو کارپوه، ميشايل لويدرس له «آه ار دې» چېنل سره په مرکه کې وويل: «د دې له پاره ډېرې نخښې شته چې ترمپ به يوازې په دې يو بريد باندې بسنه وکړي. خو په دې اړه سړی يوازې حدس وهلی شي.»

که ترمپ له ناټو څخه د اسد د رژيم په وړاندې د ملاتړ غوښتنه هم ونه کړي، خو دا چې متحده آيالات د اروپايانو له خوا د تروريزم پر ضد زياتې هلې ځلې غواړي، څرګنده خبره ده. کېدای شي په دغه برخه کې زيات فشارونه وارد شي. خو دا په د اسې حال کې ده چې د ناټو ټول غړي په يو ډول نه، يو ډول په سوريه او عراق کې ښکېل دي. خو دغه هلې ځلې د ناټو په چوکاټ کې نه راځي.

ناټو خپله هم د «اسلامي دولت» يا داعش په وړاندې په جګړه کې ښکېله ده. د ناټو عمومي منشي، ينس ستولتنبېرګ وويل چې ناټو «عراقي افسران روزي او د داعش ضد له ائيتلاف څخه د اواکس اکتشافي الوتکو د لارې مرسته کوي.» خو اوس پوښتنه دا ده چې له دې وروسته به نورې کومې دندې په مخ کې پرتې وي.

داسې ښايي چې اروپايان به يو بل لا مهم سوال هم ولري. هغه دا چې د متحده آيالاتو او روسيې تر منځ اړيکي به له هوايي بريدونو وروسته اوس کوم لوري ته ځي؟ آيا په سوريه کې يو خطرناکه حالت رامنځ ته کيږي؟ دا به بيا هرومرو د ناټو له پاره جدي پايلې ولري چې تر اوسه پورې يې له مسکو سره د «فشار او ديالوګ» د دوه بعدي ستراتيژۍ په مټ سياست کړی دی.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (20.01.2016):