1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سوريې د خلکو له پاره د هيلې څرک

ا.و.ا.۱۳۹۵ شهریور ۶, شنبه

د امريکا متحده آيالاتو او روسيې په سوريه کې د اوربند په لور ګامونه پورته کړي دي. خو د جزياتو په اړه يې بايد لا خبرې وشي.

https://p.dw.com/p/1Jqui
Schweiz Genf Außenminister John Kerry und Lawrow verkünden Bereitschaft zur Waffenruhe
انځور: picture-alliance/dpa//M. Trezzini

د روسيې او امريکا متحده آيالاتو کارپوهان به په راتلونکو ورځو کې سره ګوري څو د نورو هغو پوښتنو په هکله خبرې وکړي چې لا جواب شوې نه دي. د متحده آيالاتو د بهرنيو چارو وزير، جان کېري، له خپل سيال، سېرګي لاوروف، سره په يوه ګډ مطبوعاتي کنفرانس کې وويل: «موږ داسې موافقه نه غواړو چې د پلي کېدلو وړتيا ونه لري.»

د روسيې د بهرنيو چارو وزير هم دې ته اشاره وکړه چې د يوه ممکنه اوربند مخکې او د سوريې د کړکېچ د سوله يز حل وړاندې بايد لا ډېر ناحل سوالونه مطرح شي.

د دواړو سياستوالو په اند د النصره جبهې په څېر له تروريستي ډلو سره چلن يوه داسې پوښتنه ده چې بايد ورباندې خبرې وشي. د متحده آيالاتو د بهرنيو چارو وزير وويل چې له دې ټولو ستونزو سره سره د واشنګټن او مسکو تر منځ «اکثريت» هغه تخنيکي بحثونه حل شوي دي څو اوربند پلی او د جګړه ځپلو سوريايانو له پاره بشري مرستې پيل شي.

په ساعتونو اوږده مذاکرات

کېري او لاوروف په ژنيف کې تقريبا ۱۲ ساعته خبرې اترې وکړې چې کله نا کله پکې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي، ستافان دې ميستورا، هم حضور درلود. نوموړي دغه هيله څرګنده کړې ده چې د سوريې په جګړه کې ښکېل اړخونه به په نژدې راتلونکي کې بېرته د خبرو اترو په موخه يوه مېز ته سره کښېني.

د امريکا متحده آيالات او روسيه په سوريه کې د متقابلو اړخونو څخه ملاتړ کوي: مسکو د ولسمشر بشار الاسد په تر ټولو نژدې ملګرو کې شمېرل کيږي په داسې حال کې چې واشنګټن د ياغيانو له بېلابېلو ډلو څخه ملاتړ کوي.

د متحده آيالاتو او روسيې په منځګړتوب د فبرورۍ مياشتې په پای کې هم د حکومتي ځواکونو او ياغيانو تر منځ پر يوه اوربند توافق شوی وو، خو دغه اوربند سمدلاسه مات شوی وو. سربېره پر دې په هغه اوربند کې جهادي ډلې، لکه «اسلامي دولت» يا داعش او د النصره جبهه مستثنا وې.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (03.08.2016):