1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سوريې د جگړې تلفات سلو زرو ته ورسېدل

مسعود جهش (دويچه ويله)۱۳۹۲ تیر ۵, چهارشنبه

د سوریې د دوه کلني کورنۍ جګړې تلفات اوس۱۰۰۰۰۰ تنو ته رسیدلي دي. په دغو کسانو کې ۵۰۰۰ ماشومان هم شامل دي. دا په داسې حال کې ده چې روسیه او امریکا د سوریې په اړه د یوه ګډ کنفرانس د نیټې په ټاکلو کې پاته راغلي دي.

https://p.dw.com/p/18wvy
Syrian army soldiers drive a tank in the town of Qusayr, in Syria's central Homs province on June 7, 2013 as regime forces sought to mop up the final pockets of rebel resistance north of Qusayr, after retaking the key town that was an insurgent bastion for a year, a watchdog said. Qusayr's capture gives President Bashar al-Assad the upper hand if a US-Russian plan for the first direct peace talks with his opponents materialises, analysts say. AFP PHOTO / STR (Photo credit should read STR/AFP/Getty Images)
Syrien 9. Juni 2013 Homs Provinz Panzerانځور: Str/AFP/Getty Images

د سوریې د بشري حقونو د څار سازمان ویلي دي چې د ۲۰۱۱ کال د مارچ په میاشت کې د سوریې د ولسمشر بشارالاسد، پر ضد د پاڅون له پیلیدو راهیسې نزدې۱۰۰۲۰۰ کسان وژل شوي دي. په دغو کسانو کې ۳۶۶۰۰ ملکي وګړي، ۱۸۰۰۰ پاڅونکوونکي، ۲۵۴۰۰ سرتير او ۱۷۳۰۰ د دولتي ملیشو غړي شامل دي.

د سوریې د بشري حقونو د څار اداره په لندن کې میشته ده او خپل معلومات په سوریه کې د ډاکترانو له شبکو او یو شمیر فعالانو څخه ترلاسه کوي.

د دغه سازمان په حواله د سوریې د کورنۍ جګړې د ملکي قربانیانو په ډله کې۳۳۰۰ ښځې او ۵۱۰۰ ماشومان هم شامل دي. د سوریې د بشري حقونو د څار ادارې ویلي دي چې په سوریه کې له ۲۰۱۱ کال راهیسې د پاڅونکوونکو په ډله کې۱۳۵۰۰ سوریايي پاڅونکوونکي، تر۲۵۰۰ ډیر بهرني جنګیالي او څه نا څه ۲۰۰۰ پخواني ناراضي پوځیان وژل شوي دي.

د دغه سازمان له خوا په خپاره شوي رپوټ کې دغه راز راغلي دي چې تر اوسه پورې د سوریې په کورنۍ جګړه کې د لبنان د حزب الله ډلې ۱۶۹ تنه غړي هم وژل شوي دي. پر دې سربیره تر اوسه پورې د څه نا څه ۲۶۰۰ تنو مړي لا تر اوسه پورې نه دي پیژندل شوي.

د دې تر څنګ د هغو ۱۰۰۰۰۰ پاڅونکوونکو برخلیک هم نامعلومه ده چې اوس د بشارالاسد د پوځیانو په اسارت کې دي. پاڅونکوونکي هم په سلهاوو تنه پوځیان نیولي دي چې لا تراوسه پورې یې د برخه لیک په اړه څه نه دي ویل شوي.

د سوریې د کنفرانس په اړه بې پایلې مشورې

د سوریې په اړه د یوه ګډ کنفرانس له پاره د یوې نیټې د ټاکلو په موخه د امریکايي او روسي چارواکو ناستي هم بې پایلې پاتې شوې دي. د دغو دواړو هیوادونو استازو د سه شنبې په ورځ له یو بل سره د پنځو ساعتونو له پاره خبرې وکړې خو بیا هم هغوی کومې پایلې ته و نه رسیدل.

له دې کبله اوس ویل کیږي چې دغه کنفرانس ښايي د اګست او یا هم سپتمبر په میاشت کې جوړ نه شي. دا په داسې حال کې ده چې ویل کیږي په راتلونکې اوونۍ کې به د امریکا متحده ایالاتو او روسیې د بهرنیو چارو وزیران یو ځل بیا د سوریې په اړه له یو بل سر خبري وکړي.

د سوریې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ګينادي ګاتیلوف، له امریکا سره د خپل هیواد ترمشورتي ناستې وروسته وویل: «د بیلګې په توګه په دغه کنفرانس کې د ايران د ګډون په اړه د نظر یووالی موجود نه وو.» امریکا متحده ایالاتو او روسیې تیره میاشت د سوریې د شخړې د پای ته رسولو په موخه د یوه ګډ نړیوال کنفرانس د جوړولو خبره کړې وه.

امریکا متحده ایالاتو په روانه میلادي میاشت کې پریکړه وکړه چې د بشارالاسد پر ضد جګړه کې د پاڅونکوونکو پوځي ملاتړ وکړي. دا په داسې حال کې ده چې روسیه اوس هم د سوریې رژیم ته وسلې ورکوي.