د سوريې د انتقالي حکومت په رسميت پيژندل شرط لري
۱۳۹۱ شهریور ۷, سهشنبهد فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند د اسد د رژیم له خوا د کیمیاوي وسلو د کارولو په خاطر گواښ کړی دئ. اولاند د دوشنبې په ورځ د سوریې د رژیم له مخالفینو څخه وغوښتل چي موقت حکومت جوړ کړي.
اولاند وویل چي که د سوریې ټولي سیاسي کړۍ په دې انتقالي حکومت کي غړیتوب ولري نو فرانسه به ئې په رسمیت وپیژني. تر دې مخکي هم فرانسې غوښتي ول، چي د سوریې پر فضا دي د «الوتني ممنوع» ساحه اعلان شي. امریکا او ترکیې د فرانسې له دې وړاندیز سره موافقه کړې وه.
له کیمیاوي وسلو څخه کار اخیستل په سوريه کې د پوځي مداخلې له پاره لاره هواروي.
د فرانسې جمهور رئیس چي د خپل هیواد د دیپلوماتانو پر وړاندي ئې خبري کولې، وویل چې که بشارالاسد د خپلو مخالفینو پر وړاندي له کیمیاوي وسلو څخه کار واخلي، نو له دې سره به په سوريه کي مستقیمي بهرنۍ مداخلې ته لاره هواره شي.
د دې دمخه د متحده ایالاتو او انگلستان ولسمشرانو هم دې ته ورته گواښونه کړي ول. دا په داسي حال کي ده چي د المان او فرانسې مشرانو پخپل وروستي ليده کاته کي د سوریې د انتقالي حکومت د په رسمیت پیژندلو خبره نه ده کړې.
خو په دیپلوماتیکو ناستو کې ویل کیږي چي د سوریې مخالفین د یوه انتقالي حکومت د جوړلو له پاره لازمه همغږي نه لري او نه شي کولای چې د سوریې د ټولو خلکو استازیتوب وکړي.
تر دې دمخه متحده ایالاتو ویلي ول، چي د اسد د رژیم مخالفین باید د یوه انتقالي حکومت تر جوړولو دمخه په سوريه او له دې هیواد څخه دباندي له سوریایانو سره لازمه همغږي رامنځ ته کړي.
ویل کیږي چې د سوریې د رژیم مخالفین اوس د اسد تر راپرځېدو وروسته د دې هیواد د اداره کولو له پاره د یوه مهالویش پر جوړولو باندي کار کوي.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل