1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سوريې حکومت ډير تر فشارلاندي و

۱۳۹۰ فروردین ۱۰, چهارشنبه

د سورې پر دولت د خلکو لخوا فشار ډير سوي وو، ځکه نو ولسمشر بشرالاسد حکومت بدل کړ. دا د يوې خوا يو سمبوليک عمل دي، ځکه چي په سوريه کي په اصل کي ټول واک د ولسمشر سره دی او دی په قدرت کي پاته کيږي.

https://p.dw.com/p/RE1a
د سوريې لاريونکونکي
د سوريې لاريونکونکيانځور: AP

د بلي خوا بيا دا عمل د خپلو سهوو په ښکاره توګه منل دي. کوم وخت چي د سوريې په تلويزيون کي د حکومت د استعفا خبر خپريده، د دمشق پر سړکونو په زرګونو خلک د بشرالاسد د ملاتړ په موخه راټول سوي وو. « موږ امنيت او ښه درآمد لرو. موږ د بشرالاسد ملاتړ کوو.»

په دي وروستيو ورځو کي د سوريې مشرتابه هم ګډوډي خبري کولې. کله به ويل کيدل چي مظاهره کونکي په حقه دي، کله به بيا وويل کيدل چي په مظاهرو کي د بهرنيانو لاس دی او کله بيا د دې څخه خبري کيدې چي د سوريې د بې ثباته کولو لپاره وسله وال جنايت کاران فعاليت کوي.

د مظاهره کونکو د کرارولو په موخه د پراخو اصلاحاتو د رامنځته کولو وعدي هم ورکړل شوي، چي په دې اصلاحاتو کي د اضطراري حالت د قانون د ليري کولو څخه نيولي تر ګوندونو ته د اجازي د ورکولو، د روغتيا په برخه کي د اصلاحاتو او همدا ډول د فساد د له منځه وړلو لپاره د اصلاحاتو د رامنځته کولو خبري وشوې.

يعني په غيرمستقيمه توګه دا ومنل سول چي په سسټم کي لوي نيمګړتياوي موجودي دي.

د ولسمشر بشرالاسد وياندي بوتهينا شعبان ډاډ ورکړ چي د سوريي مشرتابه د خلکو غوښتني جدي نيسي.

« موږ خپل ولس ته غوږ نيسو. په راتلونکي کي به په سوريه کي بيلابيل ګوندونه وجود ولري. د سوريې حکومت سړکونو ته د راوتلو خلکو د ټولو غوښتنو په اړه سره خبري وکړي.»

په سوريه کي د ازادۍ غورځنګ سره تر اوسه د بي شميره مظاهره کونکو د ويشتل کيدو وروسته هم د خلکو ډير زيات ملاتړ مل دي. خو يوازي کم نفر داسي دي چي د حکومت سقوط غواړي.

همدا ډول مظاهري هم يو څو ځانګړو سيمو پوري محدودي پاتي دي او پلازميني دمشق ته نه دي رسيدلي.

دلته دا خبره هم ده چي د نوري عربي نړۍ وضعي او هلته ځينو ځايو کي ګډوډۍ ته په کتلو سره، د سوريې وګړي يو څه د خپل هيواد د ثبات په فکر کي هم دي. ډيري په هم باور لري چي بشرالاسد به هيڅ کله استخباراتو او امنيتي ځواکونو ته د يرغل اجازه ورنکړي.

فيليکس/ بريښنا صابر

کتونکی: نجيب الله زيارمل