1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سوريي رژيم د برچي په زور حکومت کوي

۱۳۹۰ مرداد ۲۵, سه‌شنبه

په داسي حال کي چي د سوريي پوځ د خپل ولس پر ضد خونړيو عملياتو ته دوام ورکړي دي، آلمان له نړيوالي ټولني وغوښتل چي د بشارالاسد د رژيم پر ضد دي نور بنديزونه هم ولګول شي

https://p.dw.com/p/12H4M
د سوریی احتجاج کونکی په ډبرو سره پوځ ته ځواب ورکوی
د سوریی احتجاج کونکی په ډبرو سره پوځ ته ځواب ورکویانځور: AP

آلمان پرون وغوښتل چي د سوريي د رژيم پر ضد د اروپا اتحاديه نور بنديزونه ولګوي او په عين وخت کي د ملګرو ملتو د امنيت له شورا څخه يی وغوښتل چي د احتجاج کونکو پر ضد د سوريي د حکومت خونړي حملي دي تر بحث لاندي ونيسي.

د آلمان د بهرنيو چارو د وزارت وياند، اندرياز پيشکه پرون وويل چي دسوريي د الاذقیه په بندري ښارباندي د سوريي د خپل پوځ بمباري يو نوي دليل دي چي د «دمشق پر ضد يو نوي پيغام صادر شي.»

له سوريي څخه تر اوسه پوري يواځي د موبايل تيلفوني انځورونو په واسطه بهرني نړي ته معلومات وړاندي کيږي. د سوريي د بشري حقونو فعالين وايي چي پرون د الاذقیه په ښار ګوټي کي لږ تر يو تن ووژل شو. يو تن په خپل تيلفوني ويدويي پيغام کي پرون نړيوالو رسنيو ته په دي جملي سره يو پيغام واستاوه: « نن د 2011 کال د اګست 15 ده. د الاذقیه د ښار په دغي سيمه کي سختي ډزي رواني دي.»


د دغو ډول پيغامونو د معلوماتو له مخي، دا دريمه ورځ ده چي د بشار الاسد د رژيم پوځ نوموړي ښار تر خپلو ډزو لاندي نيولي دي. د ښار ځيني اوسيدونکي په تيښته کي دي، خو ښار محاصره دي او بهر ته د تيښتي لاري تړل شوي دي. د بشري حقونو فعالينو پرون وويل: « که چيري وضعيت داسي دوام وکړي، دا خطر شته چي ولسي خلک وسلو ته لاس اوږد کړي او له خپل ځان څخه دفاع وکړي.

د الاذقیه د ښار يو اوسيدونکي د تيلفون له لاري وويل: «ډير خلک ټپيان شوي دي. روغتونونه له ټپيانو ډک دي. د نورو زياتو ټپيانو لپاره بستر نه شته. ځينو وغوښتل چي نورو ځايونوته لاړ شي او د روغتيايي مرستو په لټه کي شي. خوسرتيرو پر ټپيانو او د هغو په مرسته کونکو باندي ډزي وکړي او هغوي يي ووژل.»

د سوریی احتجاج کونکی په ډبرو سره پوځ ته ځواب ورکوی
د سوریی ولس د اسد د رژیم پر ضد راپاڅیدلی دیانځور: picture alliance/dpa

د سوريي پوځ ادعا کوي چي هغوي په الاذقیه کي د وسلوالو لوټ مارو او داړه مارو پر ضد عمل کړي دي او هغوي سره په اخ او ډب کي دوه تنه امنيتي کسان وژل شوي دي. دغه راز حکومت هغه خبرونه رد کړل چي ګواکي د مديتراني له سمندرګي څخه يي په توپونو سمبال بيړيو څخه د هستوګڼو په سيمو باندي ډزي کړي دي. دغسي يو ادعا د يکشنبه په ورځ د بشري حقونو فعالينو کړي وه. هغوي د خپلي ادعا لپاره تيلفوني ويدويي انځورنه د ثبوت په توګه وړاندي کړل. خو دا چي حکومت آزادو خبريالانو او ژورنالستاتو ته اجازه نه ورکوي، ډيره ګرانه ده چي د بشري حقونو د فعالينو او د حکومت د ويناوو پخلي وشي.

په حما کی د وژل شوو کسانو د خښولو مراسم
په حما کی د وژل شوو کسانو د خښولو مراسمانځور: AP/dapd

ويل شوي دي چي نه يواځي په الاذقیه بلکه د سوريي په نورو ښارونو کي هم پرون پوځ د حکومت د مخالفينو پر ضد په عملياتولاس پوري کړ. د عيني شاهدانو د ويناو له مخي د حمص په ولايت کي د کورونو پلټني شوي او يو شمير کسان نيول شوي دي.

دسوريي د سياسي چارو کارپوه، ډاکتر ياسر سعد الدين وويل چي نړيوالو نيوکو ته په سوريه کي څوک غوږ هم نه نيسي.

هغه وویل: «رژيم د بهرني نړي نيوکو ته بي پروا دي. يواځي تهران له هغه څخه ملاتړ کوي. د يکشنبه په ورځ ايران يوه مذهبي فتوا صادر کړه چي د هغي له مخي د بشارالاسد له رژيم څخه ملاتړ يي يو ديني مسووليت وګاڼه. دا ډير عجيبه ده چي د ايران يو مذهبي حکومت را ولاړيږي چي د بعث د ګوند سيکيولار له رژيم څخه چي له 50 کلونو را په دي خوا واکمن دي، مذهبي ملاتړ کوي. دا خطر شته چي روان کړکيچ په يوي مذهبي شخړي بدل شي.»

په دي مينځ کي ولسمشر بشار الاسد پرون ( دوشنبه) د خپل هيواد د دوهم ستر ولايت، اليپو، لپاره يو نوي والي وټاکه. د دي اقدام وجه معلومه نه ده خو د عيني شاهدانو د وينا له مخي د يکشنبه په ورځ په دغه ولايت کي مظاهره کونکو د رژيم د نسکوريدو شعارونه پورته کړي ؤ. په سوريه کي د احتجاجونو له پيل څخه چي اوس پنځه مياشتي تيريږي، دا د اليپو په ولايت کي څلورم والي دي چي تبدليږي. د سوريي کابو په ټولو ولاياتو کي د حکومت ضد احتجاجونه شوي دي.

بشار الاسد حتي تيره اوني د خپل دفاع وزير، علي حبيب هم له خپلي دندي ګوښه کړ. د ګونګسو له مخي، حبيب د پوځ له روانو کړو وړو سره موافق نه ؤ.

آژانسونه/ جينز وينيګ/ عبدالباري حکيم
کتونکي: احمد ولي اڅکزي