1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

د سوات مالم جبه کې د سکي نړیوالي لوبي

۱۳۹۵ بهمن ۱۲, سه‌شنبه

د خیبر پښتونخوا ایالت په سیاحتي سیمه مالم جبه کې د «الپاین سکي» له لوري د سکي نړیوالي سیالۍ وشوې. په دغو سیالیو کې د مراکش، یونان، افغانستان، سریلانکا، اوکراین، تاجيکستان او سلواکیا لوبغاړو برخه اخیستې وه.

https://p.dw.com/p/2Wgnc
Afghanistan Skigebiet in der Bamiyan Provinz
انځور: DW/Z. Ahmadi

د سوات مالم جبه چې د سیلانیانو له پاره په زړه پورې سیمه ده، د سکي لوبو کوربه هم وي. په دغو سیالیو کې۵۰ نارینه او لس پاکستانۍ لوبغاړو هم برخه درلوده.

پر دې سربیره په دغو لوبو کې د مراکش، یونان، افغانستان، سریلانکا، اوکراین، تاجيکستان او سلواکیا هیوادونو اتو مشهورو لوبغاړو هم گډون کړی وو. داسې اټکل کیږي چې په دغو لوبو سره به په پاکستان کې د سیلاني توب او نړیوالو لوبو له پاره دروازې پرانېستل شي.

په خیبر پښتونخوا ایالت کې د واکمن گوند پاکستان تحریک انصاف، مشر عمران خان هم د خپل ټویټر په پیغام کې د دغه لوبو څو انځورونه شریک کړي دي.

«پاک فضایه» یا د پاکستان د هوایي ځواک له لوري په خپره شوې بیانیه کې ویل شوي دي چې د سکي سیالیو په لومړۍ ورځ د اوکراین لوبډله پر نورو لوبډلو بر لاسې وه.

د نارینه وو په سیالیو کې اوکرایني ایوان کوواسنکیک لومړی، د سلواکیا لوبغاړي جان جوکوبا دوهم او د اوکراین بل لوبغاړي واسیلی دریم مقام وگاټه. پاکستاني لوبغاړی محمد کریم بیا څلورم ځای خپل کړی دی.

د ښځو په منځ کې لومړنی او دوهم مقام هم اوکرایني لوبغاړو خپل کړی دی. د پاکستان د سکي نړیوالې لوبغاړې افرا ولي، بیا په دغو سیالیو کې دریم مقام وگاټه.

نور مطالب: