1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سوات درې اوسيدونکي د يوه مخه په تښته کي دي

۱۳۸۸ اردیبهشت ۲۵, جمعه

پاکستاني پوڅ د اتو ساعتو له پاره ګرڅ بنديز ليري کړی او په سيمه کي 150 سرويس موټرو ته اجازه ورکړل سوې ده چي ټول خلک و نورو خوندي ځايونو ته انتقال کړي.

https://p.dw.com/p/Hr0M
په سوات پوري مربوط د منګوړې د سيمي څخه ټول خلک د وتلو په حال کي دي.
په سوات پوري مربوط د منګوړې د سيمي څخه ټول خلک د وتلو په حال کي دي.انځور: AP

د المان د اتحادي جمهوريت د سره صليب دکميټې مشر زایترس دپاکستان په شمال لويديز کي، دبشري حقونو له مخه د ولسونو د حقونو له ټپي کولو څخه اخطار ورکړی دی.

ده د پنجشنبې په ورځ په برلين کي د جګړې له خواوو څخه غوښتنه وکړه چي ملکي وګړي وژغوري، او دمرستي ټولني د جګړې قربانيانوته د مرستي له پاره ورپر يږدي. ځکه چي د هغه ځای د ملکي وګړو وضعه ډيره مصيبت ناکه ده.

دسره صليب د وينا له مخه د عسکرو او طالبانو ترمنځ د جګړو له امله له500000 نه ډير وګړي له خپلو سيمو څخه بېځايه شوي دي. ددې سيمي ځني برخي لاتراوسه هم کلابندي دي، اونړيواله مرسته نشي وررسیدای . د فرانسي دخبر رسولو د آژانس له خبر سره سم بیاهم په زرهاووکسه دسوات له درې څخه تښتېدلي دي . ځکه چي حکومت دمنګوړي په ښاراو د هغه په شاوخواکي د 8 ساعتونو له پاره له کورونو څخه د وتلو بنديز لري کړي، ترڅو چي ملکي وګړوته تېښته ممکنه کړي.

په زرهاووکسه په خپلو شخصي موټروکي تښتيدلي او همدغه ډول د خلکو دبيولو لپاره 150 سرويس موټرو ته ځانګړي اجازه ورکړه شوې ده. د پاکستاني پوځ دوينا له مخه په منګوړه کي لا دوه لکه کسه بند دي، پداسي حال کي چي يولک تنه پخوا له هغه ځايه تښتيدلې دي. د پاکستاني پوځ دبريدونو راهيسي 8 لکه او 30 زره کسه له خپلو سيموڅخه بېځايه شوي دي . دپاکستان لومړي وزير ګيلاني دهغه هيواد دپارلمان په مخکي څرګنده کړه.

په دې جګړو کي تر اوسه پوري له دغي سيمي څخه 3 مليونه انسانان بې ځايه سوې دي او نور هم د تښتي په حال کي دي.
په دې جګړو کي تر اوسه پوري له دغي سيمي څخه 3 مليونه انسانان بې ځايه سوې دي او نور هم د تښتي په حال کي دي.انځور: AP

«په هرحال بېځايه شويو کسانو د صوابي په کمپ کي يوه سرپناه موندلې ده او د طالبانو له لاسه په امان کي دي طالبانو دوی ته ثابته کړې ده چي، ډير بې رحمه حاکمان دي، د کار اوسولي پر ځاي دوي ترور او په خپل سري دسوات درې ته له ځانه سره راوړي دي او اوس د خلکو ترمنځ ډار خپوردی. يوسړی دطالبانو په اړه څرګندوي کوي.

«دوي موږ ته ګواښونه کوي او هڅه کوي چي موږ وډارکړي. دوي دزموږ زيارتونه، او سپيځلي ځايونه ويجاړوي نه اسلام او نه شريعت ددغه ډول سلوک اجازه ورکوي.» بل سړي څرګندوي.

کله چي د زموږ سیمه آزاده شي زه بيرته خپل کورته ستنيږم. اوس خولا جګړي رواني دي، زماکور او هرڅه چي لرم هلته دي.»

له يوې اونۍ راهيسي د پاکستان پوځ د زورلارو په وړاندي سخته جګړه کوي. دوی پدې عملياتو د امريکا د متحده ايالاتو د فشارونو، او لدې ډاره چي پر خپل هيواد باندي به کنټرو ل ورو ورو له لاسه ورکړي، لاس پوري کړی دي. خوطالبان ډيرسرټنبه دي، اوله ملکي وکړوڅخه دانساني ډالونو په توګه کاراخلي. د ملګرو ملتونو دپناه غوښتونکو دچاروکميسار ګوتيرس دسمدستي مرستي او د هوايی پلونو د جوړيدو غوښتنه کوي.

په سوات کي د پاکستاني طالبانو له خوا وران سوی ښوونځی
په سوات کي د پاکستاني طالبانو له خوا وران سوی ښوونځیانځور: picture-alliance/ dpa

«زه ډيره اندېښنه لرم چي نړيواله ټولنه، د پاکستان د خلکوملاتړ په بسيا کونکي اندازه ونه کړي په هغه صورت کي به اوسنۍ وضعه له هره نقطه نظره لاپسي خرابه شی.

البته چي هلته مرسته رسيږي خوکفايت نکوي.»

دسوات له غرنۍ سيمي څخه ډير زيات خلک بېځايه شوي دي .پدې منځ کي د المان د اتحادي جمهوريت د بهرنيو چارو وزيرشټاين ماير،چي د پاکستان دشمال لويديزي سيمي د خلکو له حالت نه ډير اندېښمن دی بېلد د ورځپاڼي دجمعي د ورځي له ګڼيسره په مرکه کي ويلي دي هلته يوه غميزه روانه ده، اوپه لکهاووکسه دتيښتي په حال کي دي او مرستي ته اړه لري. المان هرڅه چي يې له لاسه کيږي پدي لاره کي يې کوي او زياته يي کړه چي زه د پاکستان له حکومت څخه غوښتنه کوم چي په نوموړي سيمه کي د نظم او قانون د بيرته چليدو غم وخوري.

Horndasch/ رحيله اميري

کتونکی. زيارمل