1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سنګين او کجکي ولسواليو اوسيدونکي وايي هغه تير حال مو ښه و

۱۳۸۹ دی ۹, پنجشنبه

د هلمند ولايت د دغو دوو ولسواليو اوسيدونکي په خپلو سيمو کي د امنيت د ټينگولو غوښتنه کوي او دغه راز د امريکايي ځواکونو د چلند څخه سر ټکوي.

https://p.dw.com/p/QlKd
«داسي كورنۍ هم سته چي تر لويه او كوچني پوري يې د كورنۍغړي ټول وژل سوي وي.»
«داسي كورنۍ هم سته چي تر لويه او كوچني پوري يې د كورنۍغړي ټول وژل سوي وي.»انځور: DW/Zurutuza

د سنګين او كجكي ولسواليو د امينت چاري شاوخوا دوې مياشتي وړاندي له برتانوي ځواكونو څخه امريكايي سمندري ځواكونو ته په دي خاطر وسپارل سوې چي ښه امنيت په کښي ټنګ سي.

خوددې ولسواليو اوسيدونكي اوس وايي چي د تمي خلاف لا تر دې مهاله په دغوسيموكي د امينت څرک نه ليدل كيږي او ځايي اوسيدونكي يې وايې، چي هره ورځ په هوايې بمباريو، مخامخ جګړو او دماين په چاودنوكي ملكي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي.

په لښكرګاه كي ددغه ولسواليو د موټرو په اډه كي د كجكي ولسوالۍ اوسيدونكی حاجي خداى نور وايي، د سنګين ولسوالۍ اوسيدونكي اوس تر ژوند په مرګ خوښ دي.

ځكه بهرنيوځواكونو ورته ګواښ كړى دى چي كه له هر كلي ورباندي ډزي وسي دوى به هغه سيمه تر هوايې اوځمكني بريد لاندي ونسي.

هغه وويل نه ځايې اوسيدونكي د خپلو كورونو وتلای سي او نه هم په خپل كوركي د امن احساس كولای سي.

Afghanistan Treffen in Helmand Soldaten und Bevölkerung
انځور: AP

هغه وايي که يې له كلي څخه ددولت مخالفين پر امريكايي ځواكونو ډزي وكړي بيا نو پر هغه كلي باندي ځمكني او هوايې بريدونه كيږي چي ټوله مرګ ژوبله ملكي وكړو ته اوړي.

بله خوا د سنګين ولسوالۍ اوسيدونكی او قومي مشر شمس الله صحراي واي، چي اوس په سنګين ولسوالي كي روان عمليات كاميابه دي او تر ډيره يې سيمه ارامه كړې او د دولت مخاليفين ياخو كمزوري سوي او ياهم له سيمي څخه وتلي دي.

خو صحرايې زياته كړه چې كله نا كله د جګړې پرمهال ملكي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوړي چي په تيرو دوو مياشتو كي داسي كورنۍ هم سته چي تر لويه او كوچني پوري يې د كورنۍغړي ټول وژل سوي وي.

صحرايې وايې كه چيري نړيوال او دولت غواړي چي په سيمه كي امنيت راولي، نو د سنګين د قومي مشرانو په مشورو دي خپل كارونه پرمخ بوځي.

نوموړي وويل كه په سيمه كي دولت ځوانانو ته د كار زمينه برابره كړي او د ښونځيو دروازې د زده كونكو پرمخ پرانيزي او د بيا رغاوني کارونه پيل کړي نو د سيمي اوسيدونکي به د جګړو پرځاى ددولت ملاټروكړي.

Eine Aussicht in Nad Ali bei Helmand Flash-Galerie
انځور: DW

د هلمند والي محمد ګلاب منگل وايي چي د ولسي وګړو مرګ ژوبله نسي زغملای، او هيڅكله به افغان او نړيوالو ځواكونوته د داډول عملياتو اجازه ور نه كړي چي ولسي وګړو ته پکښي مرګ ژوبله واوړي.

نوموړی له ځايي اوسيدونكو څخه غوښتنه وكړه چي، په خپلو كي سره يو موټى سي او په خپله سيمه كي ددولت مخاليفينو ته ځا ورنكړي او د نورو ولسواليو د اوسيدونكو په شان ددولت ملاټروكړي.

ددغو دواړو ولسواليو د امنيت چاري د تيرو څو كلونو په اوږدو كي د برتانوي ځواكونو په غاړه وې چي د ولسواليو تر مرکز پرته نوري سيمي د وسلوالو طالبانو په لاس کي وې او د ځايي اوسيدونكو په وينا، اوس هم پرته دولسواليو له مركزونو څخه نوري ټولي سيمي ددولت د وسلوالو مخاليفينو سره دي.

مجتبي محمدي/ لښکرګاه

کتونکی: نجيب الله زيارمل