1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د سلو ماشومانو لرلو ارمان لرم»

آژانسونه / ک. ص.۱۳۹۵ خرداد ۱۵, شنبه

د پاکستان په کوټه کې د ۳۵ ماشومانو پلار اوس د څلورم واده په لټه کې دی او غواړي چې د ماشومانو شمیر یې تر سلو پوري ورسيږي. حاجي سردار جان محمد خان خلجی وايي چې دی د خپل ژوند څخه ډير زیات خوشاله دی.

https://p.dw.com/p/1J0Vf
Pakistan Sardar Haji Jan Mohammad Khilji mit seinen Kindern
انځور: Getty Images/AFP/B. Khan

۴۶ کلن سردار جان محمد خلجي وايي چې ده د سلو ماشومانو درلودو هدف ټاکلی دی او دغه هدف ته د رسیدلو د پاره د څلورم واده کولو اړتیا وينې. هغه وايي که چیرته دی له مالي ستونزو سره مخ کیږي نو بیا به له حکومت څخه د مرستې غوښتنه کوي.

که څه هم په پاکستان هیواد کې چې یوه سنتي ټولنه لري، د یوه نارینه لخوا د ګڼو ودونو کول کم ترسره کیږي خو دا په دې مانا نده چې دغه کار په کې ناشونی وي. خو تر څنګ د سلو ماشومانو پلار ګرځيدل واقعا یوه ستره ستونزمنه هڅه ده.

جان محمد خلجي د فرانسې خبري آژانس ته وویل چې دی د مسلک له اړخه یو طبي ټکنیشن دی او دنیا ته د زیاتو ماشومانو راوستل خپل دیني مسئولیت ګڼي. هغه چې په خپل دغه نظر باندې کلک ولاړ دی او وايي چې په خپل کورني ژوند کې ډیر خوشاله دی.

«درې واړه میرمنې همغږي دي»

خلجی زیاتوي چې هغه ته هر وخت د خپل ټولو ۳۵ واړه ماشومانو نومونه په یاد وي او ډیر کم داسې پیښیږي چې د نومو په اخیستو کې دی غلط شي. د خلجي په وینا چې ده په وار وار د خپلو خپلوانو د ښادیو په مراسمو کې د خپلو درې واړو میرمنو او ټولو ماشومانو سره په ګډه ګډون کړی او خلک له ده سره ډیره مینه ښيي.

د ۳۵ ماشومانو لرونکی دغه پلار وايي چې د زیاتو ماشومانو لرلو ارمان د پوره کولو په برخه کې ورسره د هغه درې واړه میرمنې همغږي دي، هغه وایي چې د خپلو درې واړو میرمنو تر منځ د یوې ښې همغږۍ په شتون کې اوسیږي. خو خلجي ونه غوښتل چې د فرانسې خبرې آژانس دې د هغه د میرمنو سره مرکې وکړي.

په دې باب د بشري حقونو فعالان بیا خبرداری ورکوي چې په دا شان حالاتو کې تر ډیري میرمنې او ماشومان احتمالا تر فشار لاندې وي.

پاکستان یو اسلامي ملک دی او د اسلام دین یو نارینه ته تر څلورو ښځو پورې حق ورکړی چې د خاصو شرایطو په نظر کې نیولو سره واده ورسره وکړي. له شرایطو څخه یو هم له نوي واده کولو څخه د مخه له مخکینۍ میرمنې څخه د اجازې اخیستل ښودل شوي دي.ارزانه میرمنې

په پاکستان کې د ښځو د حقونو فعاله، رافعه زکریا، فرانسې خبري آژانس ته وویل چې په دغه هیواد کې داسې نارینه ډیر کم لیدل کېږي چې له یوې میرمنې څخه زیاتې ولري. هغه وايي، په دې برخه کې ترسره شوي تحقیقات ښيي چې په کوم ځای کې دغه شان ودونه ترسره شوي دي، هلته د زياتو میرمنو ژوند له خفګان او ناهیلیو څخه ډک وي او له بله پلوه د ناراضه يا ارزانه میرمنې ماشومان د پلار له واقعې مینې بې برخې وي.

رافعه وايي:« قران په هغه صورت کې له یوې څخه زیاتو میرمنو د لرلو اجازه ورکړې ده چې میړه د میرمنو په منځ کې (پوره انصاف) رعایت کړي.» رافعه له یوه څخه د زیاتو ودونو کولو سره مخالفه ده. هغه وايي چې د ټولو میرمنو سره د عدالت او انصاف رعایتول امکان نلري. رافعه زیاتوي چې دویم واده د یو ښه اقدام په توګه ندی ثابت شوی. هغه زياتوي:« له یو نه له یو څخه ناسم عمل ترسره کیږي، چې د هغو بدې اغیزې تقریبا د تل لپاره پر میرمنو او د هغو پر ماشومان لویږي.»

سردار جان محمد خان د خپلو دوو مشرو او خپلو دوو تر ټولو کشرو لوڼو سره.
سردار جان محمد خان د خپلو دوو مشرو او خپلو دوو تر ټولو کشرو لوڼو سره.انځور: Getty Images/AFP/B. Khan


د پاکستان په کوټه کې د کورنیو مسائیلو په برخه کې وکیل، محمد بلال کاسي هم د میرمن رافعه ذکریا خبرې تاییدوي:«مونږ وکیلان له یوه څخه د زیاتو ودونو له وجې د راولاړو شویو ټولنیزو ستونزو څخه ډیر ښه خبر یو. میندې او د هغوی ماشومان له سختو ذهني ستونزو سره مخ وي. دا کار د پلار له وفات څخه وروسته د جایدادونو او میراث پر سر د دوی تر منځ درنې منازعې او جنجالونه راولاوړي.»

«د لا زیاتو ماشومانو راوړل يو دیني مسئولیت»

خو ۴۶ کلن سردار جان محمد خلجي وايي چې دنیا ته د لا زیاتو ماشومانو راوړل د هغه دیني مسئولیت دی. خو دا مالومه نده چې د بلوچستان په څير یوه ناامنه صوبه کې په داسې یوه کور کې چې له خټو جوړې پنځه کوټې لري د جان محمد او د هغه د درو میرمنو او ۳۵ ماشومان ګډ ژوند به څنګه تیریږي. دا خبره ځکه ګونګه پاتې شوه چې جان محمد خپلو میرمنو ته د مرکې اجازه ورنکړه.

جان محمد خلجي، چې یو غیر رسمې کلینک لري وايي چې دی د انسانیت خدمت کوي. هغه وايي چې په کلینک کې یې د سر دردۍ په شان د عادي ناروغیو اعلاج کوي او د هغو په بدل کی ۲۵۰ کلدارې ترلاسه کوي. هغه دا هم وايي چې له بیوزولو کسانو څخه پیسې نه اخلي او په وړیا توګه یې درملنه کوي.

محمد جان خلجی له کلینک څخه علاوه ماشومانو لپاره د دیني زدکړو یوه مدرسه هم لري چې د مالي لګښت يې پر خپل مټ چلوي. د هغه په وينا په مدرسه کي يې ۴۰۰ ماشومان دینې زدکړې کوي چي پکښي د خلجي څلور زامن هم په شامل دي چي د قرانکریم زدکړې کوي. خلجي وايي چې له ۳۵ ماشومانو څخه شل یې په خصوصي ښوونځيو کې تعلیم کوي او دی یې فیس تحویلوي.

هغه وايي که چیری دی د خپلو ماشومانو د سرپرستۍ په برخه کې له ستونزه سره مخ کیږي نو بیا به له حکومت څخه مرسته غواړي. خو له حکومت څخه په دغه شان مواردو کې د مرستو تر لاسه کول ناممکنه بریښي.

د نړیوال بانک او د رسمي شمیرو له مخې، په جنوبي آسیا کې پاکستان هغه ملک دی چې تر ټولو زیات زیږون په کې کیږي. دغه هیواد کې هره میرمن په اوسط ډول درې ماشومان دنیا ته راوړي.