د سلواکيې په پارلماني ټاکنو کي سوسيال ديموکراتان مخکي دي
۱۳۹۰ اسفند ۲۱, یکشنبهاعلان
د سلواکيې هيواد د شنبې د ورځي د ټاکنو د لومړنيو پايلو له مخي د هيواد سوسيال ديموکرات سمېر گوند زياتي رايي گټلي دي. اټکل کيږي چي د پخواني لومړي وزير رابرت فيکو دغه گوند به تر ۴۰ فيصدو پوري رايي گټلي وي.
نوموړی به اړ وي چي په براتيسلاوه کي د حکومت جوړولو له پاره د يوه بل گوند سره ايتلاف وکړي. د محافظه پالو حکومتي گوند بيا په ټاکنو کي د سختي ماتي سره مخامخ سوی دئ او تر ۸ فيصدو لږ رايي ئې گټلي دي.
دغه پارلماني ټاکني د اداري فساد د هغو تورونو تر سيوري لاندي تر سره سوې چي پکښي د حکومتي محافظه پال گوند د ښکېلتيا خبره کيږي.